افغان ۱۹ کلني لوبډلي دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او هند ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هند په کوربتوب د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې د یکشنبې په ورځ دوهمه لوبه ترسره سوه، چي افغان ۱۹ کلني لوبډلي په دوو ویکیټو د هند ۱۹ کلني لوبډلي څخه ماته وخوړه.
د یادي لوبي پچه یا ټاس هند وګاټه او افغان لوبډلي ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
افغان ټیم په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډي جوړي کړې او هند ۱۹ کلن ټیم ته ئې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
77352443 2507285479526035 7019993615745155072 o 768x544 1 افغان ۱۹ کلني لوبډلي دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.
عبدالرحمن رحماني ۵۷ ناسوځېدلي، رحمن الله ځدران ۴۷ او ‌ذاخېل بیا ۲۷ منډي د افغانستان لپاره جوړي کړې.
ورما، سوتر او رکشان دوې ـ دوې، خو اکاش سینګ او جوشي بیا د هند لپاره یوه ـ یوه ویکیټه واخیسته.
77230197 2507285362859380 3215890714596474880 o 768x554 1 افغان ۱۹ کلني لوبډلي دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.
کله چي د هند کرکیټ ملي ټيم توپوهنه پيل کړه د افغانانو له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۲،۲ آورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي په دوو ویکیټو افغانستان ته ماته ورکړه.
د هند لپاره شاشوت راوت ۵۲، جېسوال ۲۸ ناسوځېدلي او تېلک ورما ۲۹ منډي د هندوستان ۱۹ کلني لوبډلي لپاره جوړي کړې.
78265364 2507408742847042 1400263963899330560 o 768x613 1 افغان ۱۹ کلني لوبډلي دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.
عابد محمدي او نوراحمد لکڼوال د هند دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان کرکیټ بورډ مسئولین وايي، چي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د هند ۱۹ کلني لوبډلي سره د روانو پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ درېیمه لوبه راتلونکې سې شنبه، څلورمه لوبه راتلونکې پنجشنبه او پنځمه لوبه بیا راتلونکې شنبه ترسره کوي.