افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د کرکټ اسیايي شورا لخوا د پیلیدونکې ۵۰ اوریزه اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه خپله لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې په اعلان کړي ۱۷ کسیز لیست کې اضغر افغان، محمد شهزاد، احسان الله جنت، جاوید احمدي، رحمت شاه زرمتی، سمیع الله شینواری، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شاهدي، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان، منیر احمد، شراف الدین اشرف، افتاب عالم، سعید شیرزاد، مجیب ځدران او وفادار مومند شامل کړي دي.
په دغه اعلان شوې لوبډلې کې د لمړي ځل لپاره ویکټ کیپر توپ وهونکي منیر احمد ته د لمړي ځل لپاره په ملي لوبډله کې چانس ورکړل شوی دی، خو شراف الدین اشرف یو ځل بیا لوبډلې ته د دولت ځدران پر ځای راستون شوی دی.
40580378 2183026025285317 2430335492441505792 n   افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!
د افغان کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر دولت ځدران درې میاشتې وړاندې د بنګله دیش خلاف ۲۰ اوریزه سیالیو ته د تیاریو په موخه په تمریناتي کیمپ کې ټپي شوی و، چې په وروستیو کې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې شامل شو، خو نوموړی لا هم ټپي دی او اسیا جام په سیالیو کې یې ګډون ناممکن شو.
1535890805539 Mix 78   افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!
د کرکټ اسیا جام سیالۍ د ورانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیل کیږي، چې ورته له افغانستان وړاندې، سریلنکا، بنګله دیش او هندوستان هم خپلې لوبډلې اعلان کړې دي، خو یواځې پاکستاني کرکټ بورډ تر دې مهاله د خپلې لوبډلې اعلان ځنډولی دی.
Cricket Asia Cup 2018 Schedule India Pakistan Sri Lanka Bangladesh Afghanistan UAE 1   افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!
د دغه جام په سیالیو کې ګډون کوونکې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې پاکستان له هندوستان او د غوراوي څخه د راتیریدونکې لوبډلې سره، خو په دویم ګروپ کې افغانستان له سریلنکا او بنګله دیش سره یو ځای قرار لري.
افغان لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې لمړی د سریلنکا او ورپسې د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ ده، چې د سیالیو په ګټلو سره دویم پړاو ته لار پیدا کوي.
د سیپټمبر میاشتې په ۱۷ مه نیټه به افغانستان د سریلنکا او د لمړي پړاو په وروستۍ ورځ ۲۰ مه نیټه به د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې بخت و ازمايي.
40685404 2183038965284023 8897838559772278784 n   افغان کرکټ بورډ هم د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه؛خو تیز بالر دولت ځدران یو ځل بیا د لوبډلې څخه جدا شو!