افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو د فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي په کښي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل او یوازي ئې ۴ ګولوهني د مقابلو لوبډلو په وړاندي ترسره کړې.
افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کي ۵ لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې ۴ وبایللې او یوازي ئې یوه لوبه مساوي کړه.
82862259 2510344835959544 4547677055663210496 o 1 افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان یادي لوبډلي خپله لومړۍ لوبه قرغزستان ته ۳ ګولونه پر ۰، دوهمه لوبه ایران ته ۱۶ ګولونه پر ۱، درېیمه لوبه ۳ ګولونه پر ۰ ازبکستان ته او خپله پنځمه لوبه ئې بیا ترکمنستان ته ۹ ګولونه پر ۰ وبایلله.
د افغانستان ځواني فوټسال لوبډلي یوازي په خپله څلورمه لوبه کي د کوربه تاجکستان سره لوبه ۳ ګولونه پر ۳ ګولونو مساوي پای ته ورسوله.
83292431 2509756722685022 5296374805514158080 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!
په دې سره افغان ۱۹ کلني ښځينه فوټسال لوبډلي په خپلو ترسره کړو ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل او یوازي ئې ۴ ګولونه ولګول، چي په دې سره دا سیالۍ هم پای ته ورسېدې.
د مرکزي آسیا د ۱۹ کلنو ښځینه فوټسال لوبډلو ترمنځ دا لیګ د تیري جمعې په ورځ پيل سوی وو او پرون د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
په دې سیالیو کي افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنتسان، تاجکستان او قرغزستان ۱۹ کلنو فوټسال لوبډلو ګډون کړی.
د یادو سیالیو لومړی مقام او اتلولي ایران خپله کړه، د دې هیواد ۱۹ کلني ښځینه لوبډلي خپل ۵ واړه لوبي ټولي وګټلې.
83996161 2514054775588550 1072476853052112896 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!
تر ایران وروسته دوهم مقام ازبکستان، درېیم مقام ترکمنستان، څلورم مقام قرغزستان، پنځم مقام تاجکستان، خو شپږم او وروستی مقام بیا افغانستان خپل کړ.
 
 

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.