موږ په پښتو کې یوه اصطلاح لرو،. چې وایي:
کله چې ښځه په بام وه، مه ورته وایه چې واده ته خبره یې، ځکه چې له ډېرې خوشحالۍ څخه له بامه ځان ونه غورځوي.
دا په دې مانا چې دوی ته دا ډېر د خوشحالۍ زیری دی، چې څوک ورته و وایي واده ته خبره یې.
دا چې افغان مېرمنې واده او د وادې بلنې ته ولې دومره خوشحالېږي، دا خبره تر کومه حده ریښتیا ده او که ریښتیا ده لاملونه یې څه دي په دې لیکنه کې یې ولولئ.
واده ته خو هر څوک خوشحالېږي، ځکه دا د خوشحالۍ مراسم دي، خو داسې د ځینو له لوري ویل کېږي، چې افغان مېرمنې یوه ځانګړې خوشحالي څرګندوي.
دا خبره ریښتیا ده، چې افغان مېرمنې واده او کوژدې ته ډېرې خوشحالېږي او دا اصطلاح تر ډېره ریښتیا ده، خو دا چې ولې ورته دومره خوشحالېږي؟ اصلي خبره دا ده.
زموږ ټولنه یوه عنعنوي ټولنه ده او ښځه په کې تل د کور څلور دیوالۍ کې ایساره پاتې شوې. له پخوا نه تر اوسه پورې کله چې یوه نجلۍ د ځوانۍ مرحلې ته ورسېږي، په هغې د کورنۍ د غړو له لوري محدودیتونه وضع شي.
دوی دومره له کوره د باندې نه شي وتلی، تل د کور په کارونو کې بوختې وي، له حده ډېر محدودیتونه پرې وضع شوي وي.
کوم بل ځای د ساعتیرۍ او بوختیا له پاره نه لري، دوی په کورونو کې ډېرې زړه تنګې وي کله چې د پلار له کوره واده شي د خسر د کور ستونزې او جنجالونه یې هم دېر وي، چې دوی ټوله ورځ د کور په کارونو کې بوختې وي له دې سره له کورني تاوتریخوالي سره هم مخ وي چې دا ټول د دوی د زړه تنګوالې لامل کېږي؛ نو کله چې د یو چا له واده څخه خبرې شي ډېرې ورته خوشحالېږي،
ځکه دا د دوی د خوشحالۍ او ساعتېرۍ یواځینۍ لار ده، چې ټول خپل خپلوان سره را ټولېږي او بڼدارونه کوي.
دا خبره له اوس وخت نه ډېره پخوانۍ زمانې ته صدق کوي، چې له اوس څخه پخوا پر مېرمنو قواعدات او سختي ډېره وه.
اوس هم هغه مېرمنې چې له کور څخه د باندې د درس او یا دندې له پاره نه وځي او تل په کور کې وي، هغوی ودونو او کوژدو ته ډېرې خوشحالېږي او دا د دوی د تفریح کولو یوازینۍ لار ده.
نو په پایله کې دا ویلی شو، چې که افغان مېرمنې یوه واده ته دومره خوشحالېږي، د دې لامل یو نارینه دی، ځکه چې د نارینه له خوا پر ښځې له حده زیات قواعدات وضع شوي او هغه
یې مجبوره کړې او یوازینۍ لار ورته د تفریح همدا د خلکو ودونه دي، چې د دوی د خوشحالۍ لامل کیږي.