افغان لوبډلې په تمریناتي لوبه هندي کلب ته ماتې ورکړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ بورډ یولس کسیزې لوبډلې په هندوستان کې یوې ځای کرکټ لوبډلې ته په تمریناتي سیالۍ کې د ۲۳ منډو په توپیر سره ماتې وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان یوولس کسیزې ډلې د هندوستان په دهرادون راجیو ګاڼدي کې د اترا کنډ ځایي کلب لوبډلې خلاف یوه ۲۰ اوریزه تمریناتي لوبه ترسره کړه، چې پکې یې بریا خپله کړه.

 په دغه تمریناتي سیالۍ کې د افغان لوبډلې لخوا اضغر ستانکزی، عثمان غني، حضرت ځاځی، نجیب ترکی، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، کریم جنت، درویش رسولي، شراف الدین اشرف، افتاب عالم، نوین الحق او قیس احمد شامل وو.

د معلوماتو له مخې، په سیالۍ کې افغان لوبډلې د شفیق الله شفق د ۴۴ او سمیع الله شینواري د ۳۴ زیاتو منډو پر مټ د اترا کنډ لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ، چې پکې اترا کنډ لوبډله په سیالۍ کې د ماتې سره مخ شوه.

 د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې کریم جنت ۳ ، شراف الدین اشرف ۲، افتاب عالم او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځوو.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو یو شمیر لوبغاړي په هندوستان کې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه په تمریناتو بوخت دي.

د افغان او بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پلان شوې، چې د هندوستان په دهرادون راجیو ګاڼدي نړیوال لوبغالي کې د راتلونکې جون میاشت کې ترسره کیږي.

د مهالویش له مخې د دواړو لوبډلو ترمنځ لمړۍ لوبه به د جون په ۳ مه، دویمه د جون په ۵ مه او وروستۍ دریمه سیالي د همدغه جون میاشتې په ۷ مه نیټه ترسره شي.

دغه ۳ شل اوریزه کیدونکو سیالیو ته بنګله دیشي کرکټ بورډ لا د وړاندې خپله ۱۵ کسیزه ډله اعلان کړې، خو افغان کرکټ بورډ بیا خاموشه پاتې دی.

تر دې مهاله دواړه افغانستان او بنګله دیش د کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو ځل د ۲۰۱۴ م کال د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې مخ شوي دي، چې په هغې لوبه کې بنګله دیش د ۹ ویکټو په توپیر د افغانستان څخه بریا خپله کړې وه.