افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتلې

رنګین تجريدي ډیزاین

د ۲۰۱۹ م کال د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د لار موندنې په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سوپر سیکس پړاو په لمړۍ لوبه کې د ټومنټ تر ټولو پیاوړې لوبډلې ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لا یې د مخکې تګ هیلې ځان سره وساتلې.
د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د لار موندنې په موخه د سوپر سیکس یا د ۶ بهترینه لوبډلو په مرحله کې داوړه افغانستان او ویسټ انډیز سره مخامخ وو، چې په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ټولې ۱۹۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف وټاکلو.
په ځوابي لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د رحمت شاه زرمتي د ۶۸ او محمد نبي د ۳۱ زیاتو منډو جوړلو سره دغه هدف د لوبې په ۴۸ م اور کې پوره کړ او ویسټ انډیز ته یې د ۳ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
په روان ټورنمنټ کې له دې وړاندې هم افغان لوبډلې په تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه.
29216500 1712678085435028 1586120362976286387 n افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتلې
په ننۍ لوبه کې ځوان مجیب ځدران د ویسټ انډیزۍ لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او د ښې لوبې د ترسره کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغان لوبډلې په دې بریا سره ۲ پواینټونه ترلاسه کړل، خو که په راتلونکو دوه لوبو کې هم د ایرلینډ او متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو ټول به ۶ پواینټونه ترلاسه کړي، چې بیا یې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ اسانه کیدای شي.
د غوراوي پړاو سیالیو په لمړي پړاو کې د ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو څخه د افغانستان ترڅنګ ویسټ انډیز، زیمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ او متحده عربي اماراتو لوبډله د سوپر سیکس مرحلې ته ورسیدې، خو د هالینډ ترڅنګ د هانګ کانګ، نیپال او پي این جي لوبډلې د سیالیو د بایللو له کبله د مخکې تګ څخه بې برخې شوې.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ګډون په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، سریلنکا، پاکستان او د بنګله دیش لوبډلې لا د وړاندې شتون لري.
29244660 1712677955435041 8682425272744655621 n افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتلې