افغان لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی دی، چې پکې د ملي لوبډلې زیات شمیر لوبغاړو ګډون کړی دی.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ملي لوبډله ته د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشت کې د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو ته د چمتوالي په موخه یې په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل کړی، چې پکې د ملي لوبډلې یو شمیر هغه لوبغاړي، چې په وروستیو کې د ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوي دي، په دې تمریناتي کیمپ کې شامل شوی دي.
25591615 2014264878828100 959018894256098497 n 1 افغان لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی
د کرکټ ملي لوبډلې څخه په لیرو پاتي شویو لوبغاړو کې حمید حسن، کریم صادق، میرویس اشرف او سمیع الله شینواری شامل دي.
دغه تمریناتي کیمپ په ننګرهار کې د هستي ګل عابد په شخصي اکاډمۍ کې پیل شوی دی، چې څلور ورځې به دوام وکړي او له دې وروسته به ملي لوبډله په غازي امان الله خان لوبغالي کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي، چې ټولې ۱۵ ورځې دوام کوي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي ۲۰۱۸ م کال په دویمه فیبرورۍ میاشت کې د زیمبابوې خلاف په ۵ مه او ۶ مه د شل اوریزه او په ۹ مه، ۱۱ مه ، ۱۳ مه، ۱۶ مه او ۱۹ مه نیټو سره د ۵۰ اوریزه کرکټ یو ورځینیو سیالیو د لړۍ لوبې ترسره کړي.
25550594 2014265022161419 6623535811378617498 n 1 افغان لوبډلې ته په ننګرهار کې تمریناتي کیمپ پیل شوی