افغان لوبډله په ۱۶۰ منډو کي ټوله وسوځيدله

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان او انګلستان ترمنځ تمريناتي لوبه روانه ده.
د لوبي پچه انګلستان وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
انګلينډي توپ اچوونکو وسول چي افعان لوبډله په کمو منډو او لږو اوورونو کي وسوځوي.
افغان لوبغاړو د انګلستان په وړاندي کمزوری پيل وکړ.
حضرت الله ځاځي ۱۱، نورعلي ځدران ۳۰، رحمت شاه ۳، هشمت الله شاهدي ۱۹،اصغر افغان ۱۰ ،ګلبدین نائب ۱۴ ،دولت ۲۰ او محمدنبي تر غوري توپوهني وروسته ۴۴ منډي وکړې.
د انګلستان لپاره ارچر ۳، روټ ۳، سټوکس يوه او معين علي هم يوه ويکټه ترلاسه کړه.
افغانستان وکولای سوله چي په ۳۸.۴ اوورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۱ منډي هدف وټاکي.
افغان لوبډله چي قوي توپ اچوونه لري ايا وبه کولای سي چي ددې کوچيني هدف څخه دفاع وکړي او انګلینډۍ لوبډله هدف ته تر رسيدو وړاندي وسوځوي؟
هيره دي نه وي چي د نن په لوبه کي محمدشهزاد د زخمونو له کبله نه لوبيږي.