افغان لوبغاړی حسین بخش صفري ډک لاس هیواد ته راستون سو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د جوجیتسو او آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري خپل روسي سیال تر ماتي ورکولو وروسته نن سې شنبه هیواد ته راستون سو.
د هغه د ستایني لپاره د حامد کرزي نړیوال هوايي میدان ته په سلګونه مینوال او د اُلمپيک ملي کمېټې پلاوی ورغلی وو او صفري بریا ئې په جم او جوش ونمانځله.
80624862 889889068094289 487638818577448960 o افغان لوبغاړی حسین بخش صفري ډک لاس هیواد ته راستون سو
حسین بخش صفري په نړیوال هوايي میدان کي له خبریالانو سره په خبرو کي وویل، چي د لوبي تر ګټلو وروسته مي دا احساس وکړ، چي د هیواد ټولو وګړو دا لوبه وګټله.

هغه وویل(( د لوبي تر ګټلو وروسته مي خوار ښه احساس درلود، هغه وخت چي مي لوبه وګټله دا فکر مي وکړ، چي د افغانستان ټولو وګړو دا لوبه وګټله)).

82027488 889889024760960 4165363964898705408 o افغان لوبغاړی حسین بخش صفري ډک لاس هیواد ته راستون سو
د افغانستان دا تکړه لوبغاړی تېره شنبه د روسیې هیواد د تکړه لوبغاړي پیتر برګ په وړاندي د روسیې په کوربتوب ولوبېد، چي هغه لوبغاړي ته ئې په خپل کوربتوب سخته ماته ورکړه.
14 1 افغان لوبغاړی حسین بخش صفري ډک لاس هیواد ته راستون سو
دا لوبه د روسیې مسکو ښار په ادرینالین لوبغالي په قفس دننه ترسره سوه، چي درې پړاونه وه.
افغان لوبغاړي حسین بخش صفري په درې واړه پړاونو کي د روسي لوبغاړي پیتربرګ په وړاندي ولوبېد او درې واړه پړاونه ئې په بریالیتوب ترسره کړه.
وروسته د لوبڅارانو له لوري افغان لوبغاړی د ډېرو نمرو په ګټلو سه ګټونکی اعلان سو.
IMG 38662761.JPG افغان لوبغاړی حسین بخش صفري ډک لاس هیواد ته راستون سو
په درې واړه پړاونو کي حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته اجازه ورنکړه، چي د ده په وړاندي دي کوم خطرناکه حرکت وکړي.
حسین بخش صفري تر دې بریا وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ هم ستایلی.