افغان لوبغاړي د سولې اتلان او د وطن په درد دردمن+ انځورنه

رنګین تجريدي ډیزاین

 

دا چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ جګړې زور اخیستی؛ نو د نورو هېوادوالو په څېر افغان لوبغاړو هم د سولې په کمپاین او پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه کې برخه اخیستې ده.

د نږدې درې ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې پر ملګرو ملتونو او امریکا غږ شوی، چې پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله بندیزونه ولګوي.

دا کمپاین د یو هشت ټګ په توګه وچلېد او لا هم جریان لري.

تازه د افغان کرکټ لوبډلې اوپنر توپوهونکي محمد شهزاد محمدي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې:

« زمان ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخ دی، لطفا له موږ سره مرسته وکړئ، چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ. د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ، موږ سوله غواړو، جګړه باید بنده شي.

افغانانو یو کېږو، کنه ورکېږو. #sanctionsonpakistan»

راشدخان په یوه فیسبوک پوسټ کې له نړۍ بیا داسې غوښتنه کړې:

« د نړۍ مشرانو! زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخ دی، هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي شهیدان کېږي؛ کورنه، ښوونځي، دفترونه، ملي او عامه تاسیسات ویجاړيږي، زرګونه کورنۍ بې کوره او بې دره او دره په دره شوې دي، لطفا له موږ سره مرسته وکړئ، چې دغه ناورین څخه ووځو. موږ په ناورین کې مه پرېږدئ، د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ، موږ سوله غواړو جګړه باید بنده شي».

 

اصغر افغان بیا له نورو ولایتونو څخه کابل ته د راغلي کډوالو لپاره غږ پورته کړی او ټولو کابل مېشتو یې غوښتي، راځي چې له دغو اړمنو سره مرسته وکړو.

اصغر لیکلي دي؛

« د کابل ښار د قدرمنو ښاریانو د پام وړ!

راځئ چې ټول په شریکه ګران هېواد افغانستان کې د روانو ناخوالو له امله له ګڼو ولایتونو څخه د راکډه شویو مېلمنو ورونو او خویندو پوښتنه وکړ.

له بده مرغه دا هېوادوال مو د کډوالۍ ترڅنګ له غربت سره هم لاس او ګریوان دي، زموږ او ستاسوټولو مرستې ته اړتیا لري.

لوی څښتن تعالی د یوه بنده لخوا د بل بنده مرستې او صدقو باندې راضي کېږي او د آفتونو مخنیوی کوي.

راځئ هر یو ورسره د وس مطابق مرستې وکړو.

خپلې مرستې مو په خپلو لاسونو ورورسوئ، هم خپل رب راضي کړئ او هم مو خپل افغانیت وپالئ.

په درنښت».

له دې وړاندې د پاکستان پر وړاندې د بندیزونو په هِشت ټګ کې، د فري فایټ سیالیو لوبو غاړو لکه بازمحمد مبارز، احمدولي هوتک او عبدالسمیع فیضي هم ګډون کړی دی او په خپلو فیسبوک پاڼو یې هشت ټګ چلولی دی.

افغان سندرغاړي هم له دې چارې مستثنی نه دي، شفیق مرید هم په دې کې برخه اخیستې او هشت ټګ یې چلولی دی.

asghar.jpgsha.jpgras.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.