افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: صابرحميدي
د پنجشنبې په ورځ افغانستان فوټبال فدراسیون کي د هیواد د فوټبال پرمختګ لپاره یوه ناسته ترسره سوه، چي د هیواد د ۳۱ ولایتونو څخه د فوټبال استازو ګډون کړی وو.
د یادي ناستي اصلي موخه دا وه تر څو په فوټبال فدراسیون کي اجرائيوي کمېټه بیرته فعاله او دې کمېټې ته نوي غړي وټاکي.
75450050 2627213077346207 6807592940198690816 n افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د یادي ناستي څخه وروسته د ۳۱ ولایتونو څخه راغلو استازو اجرائيه کمېټې ته د غړو ټاکلو په موخه رایه اچونه ترسره کړه.
د یادي خبرپاڼي په حواله، چي د یادي رایي اچوني وروسته یادي کمېټې ته ۵ تنه ئې غړي او ۲ تنه د فوټبال سرپرست رئیس او معاون د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون په استازولۍ د یادي کمېټې یو جز ټاکل سوي.
75003947 2627215247345990 1025581848903811072 n افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د یادي کمېټې ۵ تنه غړي نصیر احمد رحماني، امان الله فیضي، عبدالحق فیضي، رنګین خان دفتاڼی او آرزو رحیمي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر خوښي وښودله، چي اجرائيوي کمېټې ته نوي کسان ورپېژندل سول.
74155836 2627213210679527 8347550045385523200 n افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.
هغه زیاته کړه، چي یاده کمېټه به له دې وروسته د هیواد په ټولو ولایتونو کي د فوټبال لوبي او ټورنمنټونه څاري او د فوټبال په ډګر کي به هر ډول پرمختګونه، ننګوني او ستونزي څېړي او په وړاندي به ئې پرېکړي کوي.
د یادي کمېټې د رایي اچوني په مراسمو کي د افغانستان د ألمپيک ملې کمېټې او بدني روزني عمومي رئيس حفیظ الله ولي رحیمي هم ګډون کړی وو.
74682699 2627213000679548 4152298103153623040 n افغان فوټبال فدراسیون ته نوي اجرائیوي غړي وټاکل سول.
هغه په یادو مراسمو کي وویل، دا د خوښۍ ځای دئ، چي یوه ښځه ارزو رحیمي په اجرائيوي کمېټه کي د غړي په توګه ټاکل کیږي.
دا په داسي حاله کي ده، چي په وروستیو دوه کلنو کي د افغانستان فوټبال فدراسیون ته د ټاکنو نه ترسره کېدل په افغانستان کي د فوټبال پر ملي ټیم، د کور دننه سیالیو باندي ډېر منفي تاثیر کړی.
په افغانستان کي د فوټبال مینوال له فیفا څخه د نوي رئیس لپاره د ټاکنو غوښتنه کوي.