افغان فلم په ايټاليا کې نندارې ته وړاندې کېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د داغي په نامه یو لنډ افغان فلم د ايټاليا د سلنټو په نامه نندارې کې وړاندې کېږي.

ددې فلم جوړوونکې فاطمې محمدي پر خپل انسټاګرام دا خبر خپور کړی.

سلنټو چې د ايټاليا او اروپا د معتبرو او پخوانيو نندارو څخه ده،سږکال په خپله ١٨م پړاو نندارې کې د داغي په نامه افغان فلم د “ښځې په سېنما کې” برخه کې سیالۍ ته وړاندې کوي.

دا ننداره د روان کال د سپټمبر مياشتې د اوومې نېتې څخه تر دوولسمې نېټې پورې چې د سنبلې مياشتې د ١٦ څخه تر ١٨ سره برابره ده ، د جنوبي ايټاليا د ترایکس په ښار کې پيلېږي.

ددې فلم کيسه د حفيظ په نامه د يوه افغان ځوان پر ژوند راګرځي،چې هره شپه د مرمیو د ږغونو تر اورېدو وروسته د ايران سرحد ته ځي او هلته د مړو سويو مهاجرینو څخه پاتي سوي مالونه راټولوي او خپل ژوند يې ورباندې روان ساتلی دی.

خو يو شپه د جسدونو په منځ کې یوه ځوانه ښځه ويني چې د خپل ماشوم سره يو ځای پټه سوېده.

عاطفه اميني، مجتبی بېطرفان او زينب جعفري ددې فلم مرکزي لوبغاړې دي.

د يادولو وړ ده چې د داغي په نامه دې لنډ فلم د CineMaiubit په نامه د نړيوالي نندارې په ٢٤م پړاو کې ځانګړې جایزه وګټله.