په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو هوکړه یو کلنه شوه، افغان حکومت دغه هوکړه بې ګټې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی دی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.
لا هم په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هيلهمندي څه نه شته، بلکې د مذاکراتو بین الافغاني پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده.
که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.— Rahmatullah Andar (@RahmatAndar1) February 28, 2021
هغه زیاته کړې چې له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی.
هغه تور پورې کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده او په وینا یې، که د سولې هوکړې ته له افغاني لیدلوري وکتل شي نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی.
بلخوا طالبانو بیا ویلي، چې دوی هوکړې ته ژمن دي او له امریکا یې هم ورته تمه ښودلې ده.
د یادونې ده چې طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې هوکړه دې په بشپړه توګه عملي کړي.
د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوحې هوکړې یو کال پوره شو، خو سره له دې چې ددغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې وې، بیا هم هوکړه او د سولې بهیر مثبت لور ته روان دی.
طالبانو ددغه هوکړې د لاسلیک پر مهال پر حاضرو هېوادونو غږ کړی چې د هوکړې په عملي کېدو کې خپلې هڅې ډېرې کړي. دوی همدا راز ټینګار کوي چې بندیان یې دې خوشي کړل شي او د مشرانو نومونه یې دې له تور لېست و ایستل شي.
طالبان داسې مهال ددغه هوکړې عملي کولو ته ځانونه ژمن بولي، چې امریکا او افغان حکومت ددوی پر خلاف ادعا کوي چې دغه ډله هوکړې ته ژمنه نه ده او د جګړې د کمولو پر ځای یې جګړې شدیدې کړې او پراخې کړې دي.
افغان حکومت همدا راز وایي چې طالبان ډېر وخت په دوحه کې د خبرو مېز ته هم نه حاضرېږي نو له همدې امله امریکا باید پر دغه هوکړه بیا کتنه وکړي.