افغان تکواندو کاران ډک لاس هیواد ته راستانه شوه!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي دوو افغان لوبغاړو په جلا جلا ډول د سرو زرو مډالونه خپل کړل او د یادو سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته پرون دوشنبه هیواد ته راستانه شوه.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي د یادو لوبغاړو تود هرکلی وشو.
84955006 918619698554559 6678264633033228288 o افغان تکواندو کاران ډک لاس هیواد ته راستانه شوه!
یاد کمېټه وايي، چي د متحده عربي آماراتو په کوربتوب د تکواندو په یادو آزادو نړیوالو سیالیو کي له افغانستانه څلورو نارینه او دوو بیا ښځینه لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې دوو نارینه وو ښې لوبي ترسره کړې او مډالونه ئې وګټل.
84262680 917977325285463 1971366211925049344 o افغان تکواندو کاران ډک لاس هیواد ته راستانه شوه!
د افغانستان لپاره یاد دوه مډال ګټونکي لوبغاړي محسن رضايي او فرزاد منصوري دي، چي په خپلو وزنونو کي ئې څلور لوبغاړي مات کړل.
محسن رضايي په ۵۸ او فرزاد منصوري بیا په ۶۸ کیلو ګرام وزن کي سیالۍ ترسره کړې.
84353481 917977295285466 22635671650828288 o افغان تکواندو کاران ډک لاس هیواد ته راستانه شوه!
د متحده عربي آماراتو په کوربتوب د تکواندو په دې آزادو سیالیو کي د ۴۰ هیوادونو څخه ۲۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
دا د دې سیالیو اتم پړاو وو، چي د دوو ورځو په ترڅ کي ترسره سو.
له افغانستان په دې سیالیو کي محسن رضايي، فرزاد منصوري، حکمت الله زین، حسین لطیفي، سمیه غلامي او زهرا میرزایي ګډون کړی وو.
د تکواندو د یادو سالیو موخه د ۲۰۲۰م کال المپيکي سیالیو ته چمتوالی نیول دي.