
ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د المپيک سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه پرون یکشنبه چین هیواد ته ولاړه.
ټاکل سوې د ۲۰۲۰م کال المپيک سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه د تکواندو دا لوبي د رواني نومبر میاشتي په ۷مه نېټه پيل سي او تر دوو ورځو دوام وروسته د یادي میاشتي په نهمه نېټه پای ته ورسیږي.
دا لوبي د چین په ژاون ښار کي ترسره کیږي.
په دې سیالیو کي به ۸ افغان لوبغاړي د بیلابیلو هیوادونو سره لوبي ترسره کړې.
په دې ۸ لوبغاړو کي ۶ نارینه او دوې بیا انجوني دي، چي په بیلابیلو وزونونو کي به سیالۍ ترسره کړي.
دې لوبغاړي پرون یکشنبه تر سفر مخکي د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې او بدني روزني عمومي ریاست مشر حفیظ الله ولي رحیمي سره وکتل.
رحیمي یادو لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چي ښې لوبي ترسره کړي او د افغانستان نوم وځلوي.
هغه د لیدني په پای کښي لوبغاړو ته د بریا هیله وکړه.