افغان بوکسر سهیل احمد خپل سخت سیال مات کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

تېره شپه د سوک وهني افغان لوبغاړي سهیل احمد تانزانیایي تکړه سیال بنسون نایلاویلا ته ماته ورکړه او د یادي لوبي ګټونکی اعلان سو.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان بوکسر سهیل احمد تانزانیایي سیال نایلاویلا ته د لوبي په وروستي پړاو لسم کي ماته ورکړه.
دا لوبه د انګلستان په یارک هال کي ترسره سوه.
n00198100 b افغان بوکسر سهیل احمد خپل سخت سیال مات کړ
د دې لوبي په ګټلو سره افغان بوکسر د دې لوبو نړیوالو سیالیو ته لاره پيداکړه او په دې سره به نور دئ په نړیوالو بوکس سیالیو کي د سختو سیالانو په وړاندي لوبي ترسره کړي.
دې افغان لوبغاړي تر دې مخکي هم څو ورځي مخکي انګلستاني سیال ته ماته ورکړې وه.
D40wBPNXsAAHE4Y افغان بوکسر سهیل احمد خپل سخت سیال مات کړ
په هغه لوبه کي دې لوبغاړي د ډېرو افغان مینوالو پام ځان ته راواړاوه.
د افغان بوکسر سهیل احمد دا ۱۶مه لوبه وه، چي له ډلي ئې ۱۵ ګټلي او یوازي یوه ئې بایللې.