افغان اتل د سوکوهني د فيدراسيون په بلنه کابل ته راځي!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
افغان مسلکي سوکوهونکی سهيل احمد مغلزی کابل ته راځي.
د سوکوهني د فدراسيون د رئيس عبدالله شکيب ستاري په بلنه به سهيل احمد مغلزی د راتلونکي چهارشنبې په ورځ کابل ته راسي.
مغلزي پدې وروستيو کي خپلو تانرنيايي او انګلينډي سيالانو ته په انګلستان کي ماته ورکړه او نړيوالو لوبو ته يې لار پيدا کړه.
received 5384964368804333232157269391835571 افغان اتل د سوکوهني د فيدراسيون په بلنه کابل ته راځي!
د افغانستان د سوک وهني د فدراسيون رئيس عبدالله شکيب ستاري په يو ويډيويي پيغام کي د مغلزي لاسته راوړني ستايلي او نوموړي د افغانستان اتل او د افغانستان نوم روښانوونکی ياد کړی.
شکيب ويلي موږ په تمامه مانا هڅه کوو تر څو د مغلزي لاسته راوړني وستايو نو په همدې موخه مو کابل ته رادعوت کړی تر څو لاښه تشويق سي،او د هر راز ملاتړ او مرستو ډاډ يې ورکړی.
د سوکوهني لوبغاړي سهيل احمد هم په يو ويډيويي پيغام کي له افغان ولس او د سوکوهني د فدراسيون څخه مننه کړې.
received 6790297092979524373150827655516273 افغان اتل د سوکوهني د فيدراسيون په بلنه کابل ته راځي!
نوموړی وايي افغانانو تل هڅولی او تشويق کړی يم،خوښ يم چي خپل د بريا جشن ستاسو سره يوځای لمانځم.
سهيل احمد وايي د راتلونکي لوبي لپاره به هم په کابل او هم لندن کي سخت تمرينات وکړي.
مغلزی په راتلونکو نيږدې وختونو کي د خپل انګليس سيال سره نړيواله لوبه کوي.