افغانۍ تجربه: که نرۍ وریژې مو داسې پخې کړې، وزن مو نه ډیروي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

تجربه کوونکې او لیکوونکې: آلما افغان
د نریو وریجو په اړه به مو ډیر اوریدلي وي چې د چاغښت سبب ګرځي، مګر ډیر لږ به مو اوریدلې وي چې کله، کله وریجې پداسې شکل هم پخیږي چې ستاسو وزن ډیریدو ته نه پریږدي.
ما هم اوریدلې ول، خو تجربه کړي مې نه ول، بس له څو ځلې تجربې وروسته تاسو ته د وریجو پخولو داسې طریقه درښیم چې وزن به مو هیڅکله چاغوالي ته پرینږدي:
۱- یو ګیلاس مټر

یو ګیلاس مټر په اوبو کې ویشوئ او بیا يې تر نرمیدو وروسته په یو لوښي کې واچوئ.
۲- درې ګیلاسه لمدې کړې وریجې

وریجې په یو لوښي کې د درې ساعتو لپاره لمدې کړئ، وروسته يې په یو لوښي کې جلا کیږدئ.
۳- دوه واړه کدوان ټوټه، ټوټه کړئ

کدو راواخلئ، په منځ يې دوه نیمه کړئ او وروسسته يې کلې، کلې کړئ، په یاد ولرئ هغه کدو چې اوږده او واړه، واړه وي.
۴- پیاز میده کړئ

پیاز جلا ، جلا ټوټه، ټوټه کړئ او لوښي کې يې کیږدئ.
۵- پخول
لومړی لږ غوړي په دیګ کې واچوئ، ورپسې پیاز سره کړئ، کدوګان او مټر ورسره میکس کړئ، چې سره شول مساله، تور مرچ، زیره پرې واچوئ او وریجې هم ورسره ګډې کړئ او د څو دقیقو لپاره يې دم کړئ او بیا يې نوش جان کړئ.
یاد مو اوسه!
په وریجو کې د کدوګکانو ، مټرو او لږو غوړو شتون نه پریږدي چې د انسان وزن ډیر شي.
دا پورته هغه تجربه ده چې ما کړې ده او مثبته پایله یې لرلې. اوس که وزن مو ډیر وي یا مو اوس کم کړی وي او ویریږئ چې که بیا نرۍ وریجې وخورئ وزن به مو ډیر شي، نو همدا لارې چارې یو ځل و ازمایئ، بیا به پوه شئ چې رښتیا ده او کنه.
بس که څوک نرۍ وریجې خوښوي او د چاغوالي له ویرې یې نه خوري، دا ویره دې اوس ختمه کړي.