ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب د هندوستان لکنو ښار په ایکانا کرکیټ لوبغالي کي تر درو یو ورځنیو او درو شل آوریزه سیالیو وروسته یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره سوه، چي ویسټ انډیز په ۹ ویکیټو افغان لوبډلي ته ماته ورکړه.
یاده لوبه چي تېره چهارشنبه سهار پيل سوه، پکښي ویسټ انډیز پچه وګټله او افغان لوبډلي ته ئې د توپوهني یا بېټینګ بلنه ورکړه.
کله چي افغان لوبډلي توپوهنه پيل کړه په لومړۍ پاڼۍ کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډي جوړي کړې.
په دې پاڼۍ کي د افغان ټیم لپاره جاوید احمدي ۳۹، حمزه هوتک ۳۴ او افسر ځاځي بیا ۳۲ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډيز لپاره بیا په لومړۍ پاڼۍ کي کوموال ۷، جیسن هولډر ۲ او جومیل وارثین بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.
ویسټ انډيز بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۷ منډي جوړي کړې، چي پکښي بروکس ۱۱۱، کمپيل ۵۵ او دو وریش بیا ۴۲ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ کي د ویسټ انډیز ۵ لوبغاړي حمزه هوتک، ۳ لوبغاړي راشد خان او ۲ لوبغاړي بیا ظاهر خان وسوځول.
کله چي افغان کرکیټ ټیم خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه، دا ځلي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډي جوړي کړې او ویسټ انډيز ته ئې یوازي د ۳۱ منډو هدف وټاکه.
جاوید احمد ۶۲، ابراهیم ځدران ۲۳ او ناصر جمال بیا ۱۵ منډي په دوهمه پاڼۍ کي د افغانستان لپاره جوړي کړې.
دا ځلي بیا د ویسټ انډیز لپاره کومیل، جیسن هولډر او چیس درې درې ویکیټي واخیستې.
د افغانستان له لوري د ۳۱ منډو ورکړل سوی هدف ویسټ انډيز د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره نن جمعه تر غرمې مخکي پوره کړ او په دې سره ئې افغان کرکیټ لوبډلي ته په یوازینۍ ټیسټ لوبه کي په ۹ ویکیټو ماته ورکړه.
د ویسټ انډیز لپاره بیا په یاد پاڼۍ کي کمپيل ۱۹، بریتوېت ۸ او هوپ بیا ۶ منډي جوړي کړې او د ویسټ انډيز په دوهمه پاڼۍ کي بیا د یادي لوبډلي یوازینی لوبغاړی حمزه هوتک وسوځاوه.
دا ټیسټ لوبه د افغانستان څلورمه وه. افغان لوبډلي په خپله لومړۍ ټيست لوبه کي د هند څخه ماته خوړلې وه، خو په دوهمه او درېیمه ټیسټ لوبه کي ئې بیا ایرلینډ او بنګله دېش ته ماته ورکړې ده.
د یادولو وړ ده، چي د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ تر یادي ټیسټ لوبي مخکي درې یو ورځنۍ او درې بیا شل آوریزه سیالۍ ترسره سوې، چي د یو ورځنیو لوبو لړۍ ویسټ انډیز ۳ پر ۰ او د شل آوریزه سیالیو لړۍ بیا افغانستان ۲ پر ۱ خپله کړه.