
ليکنه: مدثر دعوت
نړيوال جام ته د تياریو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره سو.
د لوبي پچه پاکستان وګټله او توپوهنه یې انتخاب کړه.
پاکستان په ۴۷.۵ اوورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۶۳ منډي هدف وټاکی.
امام الحق ۳۲، فخر زمان ۱۹،شعیب ملک ۴۴ او بابر اعظم ۱۱۲ منډي وکړې.
افغان توپ اچوونکو له پيله غوره توپ اچوونه ترسره کړه خو په ډګر ساتنه کي ډيري ستونزي ليدل کيدې.
افتاب عالم او حمیدحسن يوه يوه ويکټه واخيسته.
خو راشدخان او دولت ځدران ۲ ويکټي واخيستې،محمدنبي بيا ۳ لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان د ۲۶۳ منډو هدف په مقابل کي افغان اوپنرانو بريدګره لوبه پيل کړه او غوره بيټينګ يې نندارې ته وړاندي کړ.
حضرت الله ځاځي ۴۹ منډي وکړې،خو محمدشهزاد يوازي ۲۳ منډي وکړې او د زخمونو له لاسه يې لوبه نسوای کولای او د لوبغالي بهر ووتی.
ورپسې رحمت شاه ۳۲ منډي وکړې ،همدارنګه سميع الله شينواري ۲۲ او محمدنبي ۳۴ منډي وکړې.
هشمت الله شاهدي د څلورم توپوهونکي په حيث لوبغالي ته راکښته سوی وو،۷۴ منډي يې وکړې او ګټونکې منډه يې هم ترسره کړه.
د پاکستان لپاره وهاب رياض ۳ ويکټي ،عماد وصيم ۲ ويکټي، شاداب خان او محمدحسنين ۲ لوبغاړي وسوځوله.
افغانستان وکولای سوله چي د ۴۹م اوور په څلورم توپ د ۷ لوبغاړو په سوځيدو د پاکستان هدف ته ځان ورسوی او پاکستان ته يې په ۳ ويکټو ماته ورکړه.
دا لومړی ځل دی چي افغانستان د پاکستان څخه لوبه ګټي.
افغانستان او پاکستان تر دې لوبي وړاندي ۳ ځلي سرمخ سوي خو ۳ واړه پاکستان ګټلي.
افغانستان د نړيوال جام لپاره د تمريناتي لوبو په لړ کي راتلونکې دوشنبه د انګلستان سره لوبه کوي.