افغانستان په دویمې ماتې خپل مخکې تګ ستونزمن کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالو کې د سکاټلینډ خلاف د لمړۍ ماتې وروسته په دویمه لوبه کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ته هم ماتې وخوړه.

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې افغان لوبډله په خپلې دویمې سیالۍ کې د زیمبابوې سره په سیالۍ کې مخ وه، چې پکې د زیمبابوې لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د برینډن ټایلر د ۸۹ او سکندر رضا د ۶۰ منډو جوړلو سره افغان لوبډلې ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.

Afghanistan vs Zimbabwe افغانستان په دویمې ماتې خپل مخکې تګ ستونزمن کړ

افغان لوبډلې یو ځل بیا ښه پیل نه درلود او خپل دوه لوبغاړي احسان الله جنت او ناصر جمال یې ژر د لاسه ورکړل، خو رحمت شاه زرمتي د محمد نبي عیسی خیل سره په یوې ښې ملګرتیا سره افغان لوبډلې ته تر یو وخت د بریا تمه ورکړې وه، چې د دواړو د ویکټو په سوځیدو سره د افغان لوبډلې د ویکټو زوال شروع شو.

 تیزو بالرانو دولت ځدران او شاپور ځدران افغان لوبډلې ته تر وروستیو شیبو پورې د بریا تمه ورکړې وه، خو په وروستي اور کې یې ویکټ وبایله او افغان لوبډلې د زیمبابوې څخه د ۲ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.

 په دې ماتې سره افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې خپل مخکې تګ ستونزمن کړ.

که افغان لوبډله په راتلونکو دوه سیالیو کې د هانګ کانګ او نیپال لوبډلو خلاف په لوړ اوسط سره ماتې ورکړي، نو دویم پړاو ته تګ به یې اسانه شي، خو د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یې ورتګ سر له اوسه ستونزمن ښکاري.

د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړوا سیالیو په روان بهیر کې د لمړي ګروپ څخه ایرلینډ او ویسټ انډیز او دویم ګروپ څخه سکاټلینډ او زیمبابوې دویم پړاو ته خپل تګ اسانه کړ او د ګروپ سر کې قرار لري.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په خپلې راتلونکې سیالۍ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هانګ کانګ سره د لوبې ډګر ته ووځي.