افغانستان د سيریز لومړۍ لوبه بایلوله!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه: مدثر دعوت
افغان ملي لوبډلي تر سکاټلینډ وروسته د ایرلينډ سره د ۲ يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل کړه.
د ايرلینډ په وړاندي افغان لوبډلي د پوره چمتوالی خبر ورکړی وو او محمدنبي،راشدخان ،مجیب الرحمن چي د سکاټلینډ په وړاندي سيریز که نه وه یوځل بيا د ملي لوبډلي سره يو ځای سوي وه.
FB IMG 1558297813128 افغانستان د سيریز لومړۍ لوبه بایلوله!
د ايرلينډ او افغانستان تر منځ د لومړۍ لوبي پچه افغان لوبډلمشر ګلبدين نائب وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
ايرلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۱ منډي هدف وټاکی.
سټرلینګ ۷۱، پورټرفیلډ ۵۳، او کیوين اوبراین ۳۲ منډي وکړې.
FB IMG 1558297691986 افغانستان د سيریز لومړۍ لوبه بایلوله!
افغان توپ اچوونکو دتل په څير يو وار بیا غوره توپ اچوونه وکړه.
دولت ځدران او افتاب عالم درې درې ويکټي واخيستې، راشد ۲ او ګلبدين يوه ویکټه واخیسته.
د ايرلينډ د ۲۱۱ منډو هدف د افغان تجربه کاره توپوهونکو لپاره سخت نه وو خو د ایرلينډ لوبډلمشر ويلي وه چي زماتکيه به پر توپ اچوونکو وي اودی په خپل پلان کي بريالی هم سو.
افغانستان په ۴۱ منډو کي ۴ لوبغاړي دلاسه ورکړي وه خو یوازي اصغر افغان محمدنبي يوڅه اوږده ملګرتیا وکړه.
FB IMG 1558297619587 افغانستان د سيریز لومړۍ لوبه بایلوله!
د افغانستان لپاره محمدشهزاد ۲، حضرت ځاځي ۱۴، رحمت شاه ۴، اصغرافغان ۲۹، محمدنبي ۲۷ او ګلبدین نائب ۲۰ منډي وکړې.
افغان لوبډله په ۳۶م اوور کي د ۱۳۸ منډو په کولو سره ټوله وسوځيده.
د ايرلينډ لپاره اډاير ۴، مورټاګ ۲، رينکین ۳ او کیون اوبراین يوه ويکټه واخيسته.
FB IMG 1558297615282 افغانستان د سيریز لومړۍ لوبه بایلوله!
ايرلينډ وکولای سوله چي د ۷۲ منډو په توپير افغان لوبډلي ته ماته ورکړي.
افغانستان او ايرلينډ د سیريز دويمه وروستۍ سيالۍ سبا ماسپښين په ۰۲:۱۵ بجې پيلوي.