د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کلونو انتظار وروسته د تیز بالر حمید حسن مومند بدیل او دولت ځدران ملاتړی را پیدا شو.
افغان کرکټ ملي لوبډلې د هند خلاف په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې نوي ځوان لوبغاړي وفادار مومند ته ځای ورکړی دی، چې د نوموړي راتګ او پیل ته مینه وال ګڼ شمیر مینه وال خوښ شول.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د څو کلونو راهیسې د تیزو بالرانو حمید حسن مومند د ټپي کیدو او شاپور ځدران د لوبډلې څخه په وروسته کیدو د تیزو بالرانو د کمښت سره مخ شوې ده، چې د دولت ځدران ملاتړی نه و، خو اوس ښکاري، چې د افغان لوبډلې بخت رابیداره شو.
۱۷ کلن وفادار مومند د خپل دنګې ونې ترڅنګ د تیز سرعت درلودونکی دی، چې د هندۍ لوبډلې خلاف یې بهترینه پیل وکړ.
نوموړي نن د هندۍ لوبډلې خلاف په سیالۍ کې د ۱۴۵ تیز سرعت سره توپ اچونه ترسره کړه، چې په افغانستان کې د دولت ځدران وروسته دویم تیز ترینه بالر وشمیرل شو.
دولت ځدران د افغان لوبډلې هغه تیزترینه بالر دی، چې تر ۱۵۲ سرعت پورې یې توپ اچونه ترسره کړې ده او ورپسې اوس وفادار مومند دغه لار تعقیب کړه.
په روانه سیالۍ کې وفادار مومند د کرکټ نړیوالو مبصرینو لخوا هم زیات وستایل شو او پر وینا یې د نوموړي لپاره یو بهترین پیل دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د کورني کرکټ مسول هستي ګل عابد وايي درې کاله وړاندې د لمړي ځل لپاره د وفادار مومند سره په خپلې کرکټ اکیډمۍ کې مخ شو، چې په لیدو سره یې د توپ اچونې سرعت حیران کړ.
وفادار مومند په ډیرې کمې موده کې د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه او هم په کورني کرکټ کې د ښه ځلیدو وروسته د ملي لوبډلې تمریناتي کیمپ ته وغوښتل شو او له هغه ځایه د هندوستان خلاف ټیسټ سیالۍ ته غوره شو.