افغان لوبډلې تر ټولو زیاتې شل اوریزې لوبې له ایرلېنډ سره کړي دي، چې افغان لوبډله د زیاتو لوبو په ګټلو کې له هند او پاکستان سره مساوي دی.
پاکستان په لومړي سر کې له زِمبابوې سره ۱۶ شل اوریزې کړي، چې دا لوبې پاکستان ګټلي دي.
د الف لوبډلو پر وړاندې سیالیو کې لومړی پاکستان دی، چې زِمبابوې ته یې په ۱۶ لوبو کې ماتې ورکړي دي.
دویم بیا هند دی، چې د سریلانکا پر وړاندې څوارلس لوبو کې یې بریاوې خپلې کړي دي.
پاکستان له نیوزیلېنډ څخه ۱۴ لوبې ګټلي دي، یعنې دا د الف لوبډلو پر وړاندې د دې لوبډلو موافقیت ښيي، چې ډېرې یې له فول ممبر لوبډلو ګټلي دي.
بل پلو افغان لوبډلې له ایرلېنډ څخه ۱۴ لوبې ګټلي دي، چې په دې ډول افغان لوبډله له هند او یو ریکارډ کې له پاکستان سره برابره شوې ده.
شل اوریز کرکټ او د افغان لوبډلې برلاسی
په شل اوریز کرکټ کې د افغان لوبډلې توپوهونکي له هیچا کم نه دي، ځکه ځاځی، ګربز، کریم جنت، محمدنبي، راشدخان، شهزاد محمدي، عثمان غني ښه مناسب او چټک لوبغاړي دي.
دوی کولای شي، چې د هر ډول مخالفې لوبډلې پر وړاندې یو مناسب هدف وړاندې کړي
؛ خو د چټک بالېنګ برخه کې یې ستونزې لا هم پر ځای دي.
موږ تر اوسه د هند په څېر بونېشور کومار، د اسټرالیا مېچل سټارک یا جاش هزل ووډ مو ونه موند، د پاکستان شاهین افریدی، محمد حسنین او نسیم شاه مو پېدا نه کړ.
که کرکټ بورډ هڅه وکړي، افغانستان کې داسې بالران شته؛ خو چې لومړی یې د ټرېل له لارې واخلي او بیا ورته وخت ورکړي، کېدای شي چې افغان لوبډله کې د فسټ بالېنګ تشه ډکه کړي.
خو د نوین الحق او فضل الحق فاروقي شتون هم اړین دی، په دې بالرانو باید کار وشي، ترڅو لا پیاوړي شي.
نوین الحق خو په خپله توپ اچونه باوري دی، ځکه د نړۍ مختلفو لیګونو کې یې د پیاوړو توپوهونکو پر وړاندې توپ اچونه وکړه او خپله وړتیا یې څرګنده کړې ده.
دې تر دې دمه په بلاسټ سیالیو کې د ۲۵ وېکټو په اخیستلو سره لومړي مقام کې و، چې دا خپله د ده د وړتیا څرګندونه کوي.
فضل الحق فاروقي هم کیڼ لاسی بالر دی او هم ښه توپ اچونه کوي، نو که لږ کار پرې وشي، د فسټ بالېنګ تشه تر ۶۰ سلنې حل کېدای شي.
د سپېن بالېنګ برخه کې موږ راشدخان، محمدنبي، مجیب الرحمن او قیس احمد لرو، چې دوه یې لېګ برېک او دوه اف برېک دي.
خو د الراونډرانو په برخه کې موږ تر اوسه داسې ذمه وار الراونډر ونه موند، چې لوبه راواړوي.
عظمت الله عمرزی په ځوانو لوبغاړو کې الراونډر دی، همدارنګه عبدالرحمن ښه الراونډر دی؛ خو کار پرې پکار دی.
سپېن بالېنګ الراونډرانو کې راشدخان او شرف الدین اشرف ښه دي؛ خو د شرف الدین د لا ډاډمنتیا لپاره وخت شته، چې باید نړیوال سټېج کې د توپ اچونې ترڅنګ ښه توپ وهنه هم وکړي.