افراسیاب خټک: د نظام دښمنان غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په خپله یوه مرکه کې ویلي دي دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوي، په افغانستان کې جګړې زور اخلي او هدفي بریدونه دوام کوي په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي نظام دښمنان ډېر دي او غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي.
نوموړي ویلي د سیمې استخباراتي کړۍ او د افغان جګړې بهرني لوبغاړي هڅه کوي په افغانستان کې د دایمي پرمختګونو مخه ډب کړي نو له همدې امله یې له امریکا سره هوکړه کړې ده خو د افغانانو پر وړاندې جګړه کوي.
هغه تمه ښودلې چې د مذاکراتو دواړه لوري د بهرنیو کړیو پر ځای د خپل ولس خبرو ته غوږ ونیسي او په افغانستان کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډ مسوول وسلوال طالبان دي، ځکه په خبره یې یاده ډله د دویم پړاو مذاکراتو رسمي بحث ته نه حاضریږي.
د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د دولت مذاکره کوونکی هیئت، له لومړۍ ورځې د مذاکرو اصولو ته ژمن دی، خو زیاتوي چې طالبان تر اوسه د مذاکراتو د دویم پړاو رسمي خبرو بحث ته ندي حاضر شوي.
نوموړې وايي، په همدې اساس روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو د تلفاتو بدې پایلې د هغو کسانو پر غاړه دي چې په وینا یې د سولې مذاکرو په بهیر کې د ځنډ لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه،  قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د افغانستان سولې دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو لا هم د یادو خبرو د پرمختګ په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي