اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د شپږيزي کريکټ ليګ لسمه لوبه د امو نهنګانو او کابل بازانو ترمنځ وه.
د لوبي پچه کابل وګټله او توپ اچوونه يې وټاکله.
امو نهنکانو په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځيدو ۱۸۷ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1570878769975 اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!
عثمان غني ۵۱، ميرويس اشرف ۲۷ او ابراهيم ځدران ۹۶ ناسوځيدلي منډي وکړې.
د کابل لپاره عبدالله مزاري او کريم جنت يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۸۷ منډو په تعقیب کابل بازانو ډير ښه پيل وکړ خو ابراهيم ځدران يې د بريا خوب له منځه يووړ.
د کابل لپاره حضرت الله ځاځي ۲۵، کريم جنت ۳۷،اصغر افغان ۷۸ منډي وکړې.
FB IMG 1570878721893 اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!
ابراهيم ځدران په روان ليګ کي لومړنی هيټریک ترسره کړ او د کابل ۳ لوبغاړي يې سر په سر وسوځول.
د امو لپاره ابراهيم ځدران او میرویس اشرف درې درې ويکټي همدارنګه ابراهیم او شاپور يوه يوه ویکټه ترلاسه کړه.
FB IMG 1570878690989 اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!
کابل په وروستي اوور کي لوبه د ۴ منډو په توپير وبایلله.
FB IMG 1570878675952 اصغر په لومړي ځل ماته وخوړه!
ابراهيم ځدران د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.