
ليکنه: مدثر دعوت
د افغان کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر اصغر افغان په يوې نوي مرکې کي د نړيوال جام،افغان لوبډلي،نويو ځوانانو او د افغان کريکټ د پرمختګ په اړه خبري کړي.
اصغر افغان وايي نړيوال جام زموږ لپاره د وياړ ترڅنګ يو مسؤليت هم دی او موږ به دا مسؤليت په پوره ايماندارۍ سرته رسوو.
د اصغر په وينا مخکي نړيوال جام يا نورو قوي لوبډلو سره يوازي لوبيدل زموږ هدف وو،خو اوس به موږ په نړيوال جام کي لوبي ګټو او د قوي لوبډلو په وړاندي به ستر چلينج يوو.
نوموړي وويل د کريکټ په اړه د افغان ولس په مينه او پوهه کي ډير ژور بدلون راغلی، ۱۰ کلونه وړاندي په افغانستان کي اکثريت خلکو کريکټ نه پيژندی،ترهغه وروسته خلګ د کريکټ سره اشنا سوله ،يوازي د افغانستان په لوبو خبريدله او کله کله به يې کتلې هم،خو اوس هرڅه توپير کړی، خلک زموږ څخه واقعي کريکټ غواړي او د هري لوبي حساب کوي.
اصغر افغان وايي زموږ د لوبډلي پلان هم همدا دی چي مخته ولاړسو،په تير اسيا کپ کي زموږ هدف يوازي لوبيدل نه وو،ماغوښتل چي هلته قوي لوبډلي ماتي کړم او مخته لاره پيدا کړم،موږ تر ډيره بريالي هم وو خو موږ پايلوبي ته لار پيدا نکړله که څه هم کولای مو سول خو دا زموږ لپاره يوه تجربه وه.
نوموړی وايي موږ به په نړيوال جام کي د تيرو تجربو څخه ګټه اخلو همدارنګه خپلي توپوهني ته به ډيره توجه کوو.
پخوانی لوبډلمشر دا نه مني چي افغان لوبډله دي په بيټينګ کي ستونزه ولري، دی وايي لوبډله په توپوهنه کي ډيري ستونزي نلري خو توپوهنه پخپله يوه سخته دنده ده چي يوه توپوهونکی ته يوازي يو چانس او موقع په لاس ورځي،که يو ښه توپ ورته وسي ويکټه يې ځي،توپ اچوونه، ډګرساتنه او د کريکټ نوري برخي نسبتاً توپوهني ته اسانه دي.
افغان وايي د ۲۵ څخه تر ۳۰ ځوان لوبغاړي ما ملي لوبډلي ته راويستلي،په چا مي شل اووريزي په چا مي يو ورځنۍ او په چامي ټيسټ لوبي کړي،مطلب مي دادی چي دغه لوبغاړي د هر ډول کريکټ سره اشنا سي او په راتلونکو لوبو کي دا فکر ونکړي چي دا زما لومړنۍ لوبه ده،يا هم فريشر ولري.
اصغر وايي موږ APL او شپږيزه ليګونه کړي او هلته د نړۍ دقوي لوبغاړو سره مخ سولو،ځيني لوبغاړي مو په نړيوالو ليګونو کي ولوبيدل،زموږ لوبغاړي اوس تجربه کاره سوي، پوهيږي چي د يوې قوي لوبډلي په وړاندي په کوم تکتيک لوبه وکړي موږ ته اوس توپير نلري چي د نړۍ د قوي لوبډلي سره مخ کيږو که د کمزوري، خو د کمزوري لوبډلي په وړاندي تل دا فریشر وي چي لوبه ونه بایلو،او که تر موږ قوي لوبډلي زموږ سره لوبه کوي هغوی تل تر فشار لاندي وي او دا ويره ورسره وي چي هسي نه لوبه وبايلو.
اصغر له افغان ولس څخه د باور او دعاوو غوښتنه کوي او وايي چي دا ځل به نړيوال جام تر پخوا زموږ لپاره ډير مختلف وي،موږ به د هري لوبي لپاره بيل چمتووالی لرو او قوي پلان ورته لرو.
پخوانی لوبډلمشر وايي موږ په لوبه کي او د لوبغالي څخه بهر ټول لوبغاړي د ملګرو او وروڼو په څير ژوند کوو که ډير نوی لوبغاړی هم لوبډلي ته راځي په لومړنيو ورځو کي لږ څه بيل فکر لري خو ډير ژر زموږ سره عادي او صميمانه سي.
اصغر وايي تر اوسه مي دا پريکړه نده کړې چي د کريکټ څخه تر تقاعد وروسته کومه دنده پرمخ بيايم،لا نده مالومه چي زه به په کريکټ کي و اوسم،دولتي دنده به اجرا کړم او که به شخصي تجارت وکړم.
د اصغر افغان تر ټولو لوی ارمان په هيواد کي د سولي او امن راتګ دی.