
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د کرکیټ په درې واړه فارمټونو کي لوبډلمشري کول ډېر مشکل کار دئ.
د اصغر افغان یادي تازه څرګندوني افغان کرکیټ بورډ په یوې ویډیو کي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه خپري کړي.
اصغر افغان وايي، په درې واړه فارمټونو کي لوبډلمشري ځکه مشکل کار دئ، چي یو لوبغاړی په شل آوریزه، یو لوبغاړی په یو ورځنیو او بل لوبغاړی بیا په ټیسټ لوبه کي ښه لوبیږي، چي د دې مدیرت سخت کار دئ.
هغه وايي د تجربې په اساس اوس افغان لوبغاړي په درې واړه فارمټونو کي په ښه ډول لوبوي.
هغه زیاته کړه(( درې فارمټه ته کپتاني کول واقعن مشکل وي، ځکه یو شمېر لوبغاړي په ټیسټ کي ښه لوبیږي، یو شمېر لوبغاړي په یو ورځنیو او یو شمېر بیا په شل آوریزو سیالیو کي، خو موږ ته ښه معلومیږي، چي لوبغاړي په څه ډول ولوبوو)).
افغان کرکیټ بورډ درې میاشتي مخکي اصغر افغان د دوهم ځلي لپاره د ملي لوبډلي لوبډلمشر ا راشدخان ارمان پر ځای وټاکه.
د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام سیالیو مخکي کرکیټ بورډ اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لیري کړ او پر ځای ئې الراونډر لوبغاړی ګلبدین نایب وټاکه.
خو په یاد جام کي د بدو پایلو او ټولو لوبو تر بایللو وروسته کرکیټ بورډ دې ته اړ سو، چي ګلبدین نایب د لوبډلمشرۍ څخه لیري کړي او پر ځای ئې راشد خان ارمان د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکي.
راشد خان هم ډېر وخت پر لوبډلمشرۍ نسو پاته او درې میاشتي مخکي د کرکیټ بورډ نوي مشر فرهان یوسفزي اصغر افغان د دوهم ځل لپاره د ملي ټیم لوبډلمشر وټاکه.
د ایرلینډ په وړاندي د شل آوریزه سریز ګټل ۲ پر ۱ د اصغر افغان د دوهم ځلي کپتانۍ راوروسته لومړی سریز وو