اسټرالوي کرکټ بورډ د بندیز سره مخ لوبغاړو ته بله سزا ورکړه 

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په وروستي سیریز کې ۳ اسټرالوي لوبغاړي په سیالۍ کې د درغلۍ له کبله د بندیز سره مخامخ شول، چې پکې اسټرالوي لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر او توپ اچوونکی کیمرون بین کرافټ شامل وو.

دغه لوبغاړي په سیالۍ کې د «بال ټیمپرینګ» یا د توپ زړونې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یوازې د دوه سیالیو څخه منع شول، خو اسټرالیوي کرکټ بورډ سټیو سمیت او ډیویډ وارنر د یو کلن او بین کرافټ د ۹ میاشتني بندیز سره مخامخ کړل.

804960300 StevenSmithDavidWarnersacked 6 1 اسټرالوي کرکټ بورډ د بندیز سره مخ لوبغاړو ته بله سزا ورکړه 

 اسټرالوي کرکټ بورډ اوس خپل لوبغاړي د بندیز سره سره د میاشتني معاش څخه هم محروم کړل او ورسره یې کلنی قرار داد لغوه کړی دی.

د اسټرالیا کرکټ بورډ تیره ورځ د لوبغاړو لپاره نوی کلنی سنټرل کنټرکټ اعلان کړ، چې پکې په درغلۍ کې ښکیل او د بندیز سره مخ شوي درې واړه لوبغاړي سټیو سمیت، ډیویډ وارنر او بین کرافټ قرار دادونه د لاسه ورکړي دي.

 د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال ترمنځ په نوي کلني قرار داد کې کین ریچارډ سن، انډریو ټاي، جای ریچارډسن، مارکّس سټوانیس او اوسنی نوی لوبډلمشر ټیم پین ته ځاي ورکړل شوی دی.

 د  دغه کلني قرار داد ۲۰ کسیز لیست په نورو لوبغاړو کې ( ارون فینچ، عثمان خواجه، ګلین مکسویل، ایلیکس کیري، اشټون ایګار، پیټر هینډز کومب، ټراویس هیډ، میچل مارش، شان مارش، ټیم پین، میتیو رینشاو، پاټ کمینس، جوش هزلیوډ، نیتین لاین، بیلي سټینلینک او میچل سټارک شامل دي.

 د یادونې وړ ده، چې په درغلۍ کې د اسټرالوۍ لوبډلې د لوبغاړو د ګوښه کیدو وروسته د دغه لوبډلې مشر روزونکي «ډیرن لیحمن» هم د خپلې دندې د پریښودو خبر ورکړ او اسټرالیوۍ لوبډلې سره یې په همدغه سفر کې دنده پای ته وروسوله.

http 2F2Fprod.static9.net .au2F 2Fmedia2F20182F032F282F022F452F180328lehmann اسټرالوي کرکټ بورډ د بندیز سره مخ لوبغاړو ته بله سزا ورکړه 

د اسټرالیوي کرکټ بورډ اجرایوي مشر «جیمز سټورلینډ» ویلي دي، د بل روزونکي په اړه بېړه نه کوي او په دقت سره به بل روزونکي د خپلې لوبډلې لپاره غوره کړي.