اسټرالوي شین واټسن او هندي ډوهني په «IPL» راج پیل کړی دی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سوداګریزو سیالیو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر شین واټسن او هندی پخواني لوبډلمشر مهیندر سینګ ډوهني یو ځل بیا ټچ کې شوي دي او د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې یې راج پیل کړی دی.
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر د توپ وهنې اوپنر یا پیلیز لوبغاړی روبیرټ شین واټسن د لمړي ځل لپاره په دغه لیګ سیالیو کې د چیناۍ سوپر کینګز لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې ورسره د چیناي لوبډلې د توپ وهنې پیل مظبوط شوی دی او تر دې مهاله نږدې په هره سیالۍ کې یې د دغې لوبډلې لپاره کلیدي رول لوبولی دی.
نوموړی د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د چیناۍ لوبډلې لپاره په ۸ لوبو کې لوبیدلی دی، چې پکې یې ۲۸۱ منډې جوړې کړې دي.
د شین واټسن په توپ وهنه کې د یوې نیمه سلیزې ترڅنګ یوه سلیزه ۱۰۶ زیاتې منډې هم شاملې دي، چې تر دې مهاله په روانو لیګ سیالیو کې په یو اننګز کې تر ټولو لوړې منډې جوړې شوې دي.
د اسټرالوي شین واټسن وروسته د چیناۍ سوپر کینګز لوبډلې لپاره د هندی لوبغاړي مهیندر سینګ ډوهني بخت هم راویښ شوی دی.
ډوهني په یولسم پړاو سیالیو کې لمړی کامیاب ترین لوبډلمشر دی، چې په شتون کې یې خپله لوبډل د جدول په لمړۍ کرښه کې ځای لري.
ډوهني د چیناۍ لوبډلې لپاره په روان سیزن کې مهمې لوبې ګټلې دي او د ۳ نیمه سلیزو په شمول د ۲۸۶ منډو جوړلو سره د چیناۍ لوبډلې لخوا په منډو جوړلو کې لمړی او په دغه سیالیو کې د مخکښو منډو جوړونکو په لیست کې پنځم مقام کې ځای لري.

ډوهني د کرکټ په ډګر کې هغه لوبغاړی شمیرل کیږي، چې د هندوستان سربیره په نورو هېودونو کې د خپلې بهترینه لوبې د ترسره کولو له کبله بې شمیره مینه وال لري او هم د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې د خپلې ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشرۍ په ۱۰ کلن کیریر کې کامیابه لوبډلمشر ثابت شوی دی.
د یولسم پړاو (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په روان سیزن کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو له ډلې څخه اوس د چیناۍ سوپر کینګز لوبډله په لمړي، سنرایزرز حیدر اباد لوبډله په دویم، پنجاب په دریم، کلکته نایټ رایډرز څلورم، راجستان رایلز پنځم، ممبيي انډینز شپږم، رایلز چیلینجرز بنګلور اووم او ډهلي ډریډ ویلز په وروستي اتم مقام کې ځای لري.
د یادونې وړ ده، چې د دغه لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې بل پړاو ته لار پیدا کوي.
ممبيي انډینز هغه لوبډله ده، چې تر دې مهاله یې ۳ ځلې د دغه لیګ سیالیو اتلولي ګټلې ده، خو په روان سیزن کې د خورا ستونزو سره مخ ده.
دغې لوبډلې په روان یولسم پړاو کې د خپلو ترسره کړیو ۷ سیالیو څخه یوازې په دوه لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او لا هم د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.