ولسمشرۍ ماڼۍ دوحې ته د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي له سفر سره سم یوځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي پر درېدو ټینګارکړی دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی دوحې ته روان شوی دی او ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شي.
هغه زیاته کړې یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي.
نوموړي په ښکاره دا نه دي ویلي چې د دویم پړاو اصلي اجنډا به څه وي خو له دې خبرو یې څرګندېږي چې د افغان دولت ټینګار به د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند وي.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دواړو مذاکراتي پلاوو یو شمېر وړاندیزونه له یوبل سره شریک کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د دویم پړاو مذاکراتو د اصلي اجنډا په اړه وروستۍ پرېکړه لا تر اوسه نه ده شوې.
دوحې ته د افغان حکومت د پلاوي له سفر سره سم په افغان سوله کې د امریکا د متحده ایالت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی او دلته یې له افغان چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد کابل ته په راتګ سره د ملي مصالې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د یادې شورا د معلوماتو له مخې، عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه مننه کړې او په بریالۍ توګه یې د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.
عبدالله دغه راز په هېواد کې د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې نور تاوتریخوالی د منلو نه دی او ژر باید په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
د سرچینې په خبره، خلیلزاد هم د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او له دې خبرو یې د امریکا پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.
خلیلزاد هم د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې زیاته کړې چې دواړه لوري باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.
سره له دې چې په هېواد کې جګړه وروستۍ حد ته رسېدلې خو بیا هم د سولې دوهم پړاو خبرو پیل ته افغانان هیله من دي.
د سولې خبرو د دوهم پړاو پیلیدو لپاره افغان پلاوي نن سهار د قطر پلازمینې دوحې ته لاړل.