ارګ: د باختر ګنجینې په اړه د ولسي جرګې څرګندونې خواشینونکې دي

رنګین تجريدي ډیزاین

ارګ د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني څرګندونې خواشینونکې بللې دي.
له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هیواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي ، دغه قېمتي ګنجینه د افغانستان د ویاړلو خلکو ملکیت دی او د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ساتنه کوي.
د خبرپاڼې په وینا، د هیواد د دې ملي پانګې د لېږد او بل هیواد ته یې د سپارلو وړاندیز غیر مسوولانه او د هیواد د لوړو ګټو خلاف دی.
خبرپاڼه کې د ولسي جرګې له غړو څخه غوښتنه شوې ده چې د ملي مسائلو په اړه دې مسوولانه نظرونه څرګند او په دې ډول خبرو دې د خلکو ذهنیت نه خرابوي.
د یادونې ده چې نن د ولسي جرګې غړو د افغانستان بانک کې د وروستیو ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د ولسي جرګې غړو د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې اجمل احمدي او د افغانستان بانک چارواکي باید په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
د ولسي جرګې غړو همدا راز اندېښنه ښودلې چې په افغانستان بانک کې د کمزوري مدیریت له امله ښايي د افغانستان د اسعارو زېرمو ته زیان ورسېږي او همدا راز د باختر ګنجینې د غلا کېدو او هغه ته د زیان رسېدو خطر هم شته دی.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په نننۍ غونډه کې ویلي چې د باختر ګنجینه باید ژر تر ژره یوه باوري هېواد ته ولېږدول شي او د وضعیت تر سمېدو پورې دې هلته وساتل شي.
د باختر ګنجینه د افغانستان یوه مهمه شتمني ګڼل کېږي چې تاریخي، مادي او معنوي ارزښت لري او په نړیواله کچه له ځانګړي اعتبار برخمن تاریخي اثار دي.
د ولسي جرګې دغو څرګندونو د ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولې دي او ټولو د باختر ګنجینې د خوندیتوب په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي