افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
پاولس ویلي د سولې له خبرو سره هم مهاله هدفي بریدونه، تاوتریخوالی او جګړې تېزوالی د منلو وړ نه دي.
هغه ویلي چې وروستیو نا امنیو اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او طالبانو ته په کار ده چې د سولې او اوربند لوری ونیسي.
اروپايي ټولنه وایي که طالبان په ریښتیا د سولې غوښتونکي وي او غواړي چې دلته دایمي ثبات راشي نو تر هر څه مخکې دې اوربند وکړي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړکوي او تمه لري چې ژر جګړه ودرول شي.
بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی دی.
یوناما پرون سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی دوحې ته د حکومت د مذاکراتي ټیم د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او هیله لري چې دواړه لوري په چټکۍ سره یوې پایلې ته ورسېږي.
سرچینې زیاته کړې، د افغان سولې دویم پړاو مذاکرات په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یوې تل پاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره خورا مهم دي.
اروپایي ټولنه او ملګري ملتونه داسې مهال د بیاځلې لپاره پر اوربند ټینګار کوي چې تر اوسه په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د دویم پړاو خبرو اجنډا نه ده ټاکل شوې.
طالبانو ویلي چې د دویم پړاو خبرو اجنډا به د دواړو لوریو په همغږۍ ټاکل کېږي.
بل لورته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم د خبرو له لارې د ستونزو حل غوره لار بللې او ویلي یې دي چې هر هېواد باید اختلافات د سولې او تفاهم له لارې حل کړي.
نوموړي دغه راز د سعودي او قطر د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا کار نه یواځې د سعودي او قطر بلکه د ټولو اسلامي هیوادونو په ګټه دی.