ليکنه: سمیع الله درانی
د هندوستان په غوره سوداګریز لیګ کې، د هندۍ فلمي ستورې پریټي زېنټا د لوبډلې «کېنګز ایلیون پنجاب» مشر روزونکي مایک د روزونکي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.
دا چې د ۲۰۲۰ م کال آې پي ایل ته لا ډېر وخت پاتې دی؛ خو ځېنې لوبډلو سر له اوسه په نظم او ترتیب کار پیل کړی دی.
په تېرکې د بل فلمي ستوري شاه رخ خان لوبډلې کلکته نایټ رایډرز خپل مشر روزونکی جېکس کېلېس لرې کړ او اوس پنجاب هم د خپلې اوږدې مودې ملګري روزونکي سره لارې جلا کړې.
مایک هېسن ویلي « ما له پنجاب لوبډلې سره ښه وخت تېر کړ او له وخت تېرولو مې خوند واخېست، زه له دوی مننه کوم او راتلونکي پړاو کې دې لوبډلې ته ښه بخت غواړم».
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې چې دولسم پړاو یې و، د ریوي چندرن اشوېن په لوبډلمشرۍ کې ونه توانېده، چې پلی آف یا مهمو سیالیو ته ولاړه شي؛ نو دوی هم پرېکړه وکړه، چې رهبرۍ کې تغیرات راولي.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې مایک هېسن په خپله استعفا کړې ده.
ځېنو سرچینو بیا ویلي، چې مایک هېسن ځکه استعفا کړې، چې هغه د هندوستان ملي لوبډلې ته د مشر روزونکي په توګه دندې ته عرِضه یا اپلای کړې ده.
د هندۍ ملي لوبډلې اوسنی مشر روزونکی هندی ریوي شستري دی؛ اوس په هغه زیات انتقادونه دي، چې هند ولې نړیوال جام ونه ګاټه.
مایک هېسن
مایک هېسن د نیوزیلېنډ هېواد پخوانی کرکټ لوبغاړی دی، نوموړی د ۲۰۱۸ م کال جون میاشت کې له پنجاب لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه ملګری شو؛ خو اوس یې د لوړو خوبونو لپاره ترې لار جُدا کړه.
هغه ۴۴ کاله عمر لري.