د آسټرالیا او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د آسټرالیا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ پرون جمعه پيل سوه، چي په لومړۍ لوبه کي کوربه آسټرالیا د ۷۱ منډو په توپير نیوزیلینډ ته ماته ورکړه.
د یادي لوبي پچه آسټرالیا وګټله او خپله ئې د توپوهني پریکړه وکړه. آسټرالیا لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلینډ ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه.
د آسټرالیا لپاره ډيویډ وارنر ۶۷، ایرون پینچ ۶۰، لبیسچینج ۵۶ او مارش بیا ۲۷ منډي جوړي کړې.
د نیوزیلینډ لپاره بیا سودهي درې، خو لوکي پرګوسن او میچل سانټینر بیا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
کله چي د نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول، نو د لوبي په ۴۱ آورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډي جوړي کړې او په ۷۱ توپير ئې د آسټرالیا څخه ماته وخوړه.
د نیوزیلینډ لپاره کوپیټل ۴۰، لاتام ۳۸، ګرینډهوم ۲۵ او ویلمسن بیا ۱۹ منډي جوړي کړې.
د آسټرالیا لپار بیا پات کومینز او میچل مارش درې ـ درې، خو هزلوډ او زیمپا بیا دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د پرونۍ لوبي غوره لوبغاړی د آسټرالیا لوبډلي څخه میچل مارش وټاکل سو. هغه د خپلي لوبډلي لپاره ۲۷ منډي جوړي کړې او د نیوزیلینډ درې لوبغاړي ئې وسوځول.
ټاکل سوې آسټرالیا او نیوزیلینډ دوهمه یو ورځنۍ لوبه سبا د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ پرونۍ لوبه په لوبغالي کي د نندارچیانو پرته ترسره سوه. دا ځکه چي د کرونا ویروس آسټرالیا هیواد هم په وېره کي اچولی او د مخنیوي لپاره ئې په هڅه کي دئ.