آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون جمعه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي اسټرالیا په ۱۰۷ منډو توپیر سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړه
inbound1895098418566809187 آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه
په یاده لوبه کي لومړی آسټرالیا توپوهنه وکړه، آسټرالیا د لوبي په ټاکلو شل آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکی.
د آسټرالیا لپاره سټیون سمیت ۴۵، ایرون پینچ ۴۲، الکس کیري ۲۷ او اشټون آګر بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.
inbound3079818287427157594 آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه
د سویلي افریقا لپاره بیا سټین او تبریز شمسي دوې دوې، خو لنګي نیګدي او پوهیلیکاوو بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
inbound6810558114011995364 آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه
کله چي د سویلي افریقا لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، نو ټوله لوبډله ئې د لوبي په ۱۴،۳ آورونو کي یوازي د ۸۹ منډو په کولو سره وسوځېدله.
inbound4224916423263500380 آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه
د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسیس ۲۴، ریباډا ۲۲ او پیتي وان بیلجین  ۱۶ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي ئې په کمو منډو وسوځېدل.
د سویلي افریقا ۵ لوبغاړي ایشټون اګر، ۲ لوبغاړي پات کومینز، ۲ لوبغاړي آدم زیمپا او یو لوبغاړی بیا میچل سټارک وسوځاوه.
inbound8501703085785926913 آسټرالیا په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي سویلی افریقا له سختي ماتی سره مخ کړه
ټاکل سوې آسټرالیا او سویلي افریقا دوهمه شل آوریزه لوبه سبا یکشنبه او دوهمه شل آوریزه لوبه بیا راتلونکې چهارشنبه ترسره کړي.