ليکنه: مدثر دعوت
د پاکستان اړ سريلانکا ترمنځ د شل اووريزو لوبو سيريز د سريلانکا په ګټه پایته ورسیدی.
مخکنۍ دوې لوبي سريلانکا ګټلي وې ، د دريمي لوبي ټاس يې هم وګټی او توپوهنه یې انتخاب کړه.
سريلانکايي لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۸ منډي هدف وټاکی.
اوشادا ۷۸،پريرا ۱۳ او شانکا ۱۲ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره توپ اچوونه کي محمد عامر ۳، عماد وسیم او وهاب رياض يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۴۸ منډو هدف په تعقیب پاکستان په لومړي توپ لومړۍ ويکټه له لاسه ورکړه.
وروسته سوحيل ۵۲، بابر اعظم ۲۷ او افتخار ۱۷ منډي وکړې خو ټوله لوبډله يې په ۱۳۴ منډو کي وسوځيدله.
د سريلانکا لپاره هسرنګا ۳، کمارا ۲ او راجیتا یوه ویکټه ترلاسه کړه.
سريلانکا د ۱۳ منډو په توپير دريمه شل اووريزه لوبه هم وګټله.
هسرنګا د دريمي لوبي او هم د سيريز د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
سريلانکا د خپل نړيوال کريکټ په تاريخ تر اوسه يو شل اووريز سيريز په ۳—۰ نه وو ګټلی،دا لومړی ځل وو چي په پاکستان کي يې د خپل هيواد لپاره په تر ټولو ځوانه لوبډله دغه ريکارډ جوړ کړ.