روحاني لوبډله د خپلواکۍ جام اتله سوه.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
هلمند کي د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ د کريکټ ۲۰ اووريز ټورنمينټ پایته ورسيدی.
د خپلواکۍ په نوم ټورنمينټ چي د جولای مياشتي په ۳۰مه نيټه د ۱۸ لوبډلو په شتون کي ييل سوی وو د اګسټ په ۱۶مه نيټه د روحاني کريکټ لوبډلي په اتلولۍ پایته ورسيدی.
په پايلوبه کي د روحاني لوبډلي سره سباوون کريکټ لوبډله پايلوبي ته ووتله.

د لوبي پچه روحاني لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
سباوون لوبډلي په پوره ۲۰ اوورنو کي ۲۱۱ منډي هدف وټاکی.
محمدالله ۶۸، محمديوسف ۶۳ او احسان الله ۳۵ منډي وکړې.
د روحاني لوبډلي لپاره محب الله ۳ او عبدالباري ۲ ويکټي واخيستلې.

د سباوون لوبډلي ۲۱۱ منډي هدف که څه هم لوړ وو خو روحاني لوبډلي بريدګره توپوهنه وکړه.
نصيب الله ۸۰ او زلمي ۶۳ ناسوځيدلي منډي وکړې، همدارنګه شريف الله ۲۷ منډي وکړې.
د سباوون لپاره محمدالله او خان محمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه او لوبه روحاني لوبډلي په ۱۹م اوور کي پايته ورسوله.

روحاني لوبډلي سباوون ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه او د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د سلمي کليزي په وياړ د ټورنمينټ جام يې پورته کړ.
د ټورنمينټ د غوره توپوهونکي جائزه شريف الله او دغوره توپ اچوونکي جائزه همايون ته ورکړل سوه.

د يادولو وړ ده چي د ټورنمينټ د پايلوبي د کتلو لپاره د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان،د لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي او د هلمند کريکټ امر محمدحسين فولادوال هم راغلي وه.