سپینه تجريدي ډیزاین

تور مرچ، د میکربونو پر وړاندې موثر خوراک

د تورو مرچو ګټې:

د روغتیاپالو په اند په تورو مرچو کې د پیپرین په نامه ماده شتون لري، چې د تورو مرچو سره د خوند په ښه والي سربېره د ګڼو نورو ګټو په رسولو کې مرستندوی ثابتیدای شي، چې ګټي یې دا دي:

ـ تور مرچ د انسان د معدې د تیزابو او قبضیت د ختمولو لپاره مرسته کوي. داسې چې د انسان د معدې تیزاب یعني د هایډرو کلوریک اسید د خارجولو چاره ګړندۍ کوي، چې له امله یې د انسان هاضمه ښه کیږي.

ـ تور مرچ د سرطاني غدو او حجرو پر وړاندې په نورو حجرو کې مقاومت پیاوړی کوي.

ـ د میکروبونو په خلاف هم موثر ثابت شوي. د کولمو د تخریب عوامل او میکروبونه له منځه وړي.

ـ د خوراک او د خوند او ذایقې د ښه کولو ترڅنګ تور مرچ د اشتها په صافولو او زیاتولو کې مرسته کوي.

ـ که د معدې له ګاز او تیزابیت څخه کړېږئ، نو اسانه علاج یې دا دی، چې په خپلو خوړو کې مو تور مرچ زیات کړئ.

ـ د وزن کمولو لپاره هم ګټور شی دی، ځکه که څه هم تور مرچ اشتها زیاتوي خو له بله پلوه بیا د تورو مرچو یو خاصیت دا هم ښودل شوی، چې د غوړزګي بهرني غشاّ یا پرده غوڅوي او په همدې ډول په مسلسله توګه چربي او وازګه ویلي کوي.

باید پام مو وي، چې د تورو مرچو په استعمال کې له اصراف او افراط څخه کار وانخیستل شي، ځکه د حاملو او باردارو مېرمنو لپاره او کوم کسان چې د معدې دایمي ناروغي لري نو د ډېر تور مرچ خوړل ورته تاوان کوي.

ـ تور مرچ د وینې په ډېرښت او دوران ته یې ډېرې ګټې رسولی شي. دغه راز د ژمي په موسم کې د ټوخي او د پوزې د بندېدو لپاره هم ډېر ګټور تمامېدلی شي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې د ګرمو مصالو له جملې څخه شمېرېدونکي تور مرچ بالکل کالوري نه لري، خو د ویټامینونو او منرالونو لکه پوټاشیم، ډایټري کاربوهایډریټ، اوسپنه، سودیم، کلسیم او له میګنیزیم څخه ډک ګڼل کیږي.

ـ ویل کیږي چې د ژمي په موسم که چېرته په ورځني ډول تور مرچ وکارول شي، نو د موسمي ناروغیو او د انتاني کېدو څخه ژغورل کېدی شو.

ـ تور مرچ د میکروبونو ضد ځانګړتیاوې لري، چې له میکروبونو څخه مو ژغوري. دغه راز د خېټې د چینجیو لپاره هم ګټور ګڼل کیږي.