لیکوال: محمد مصطفی سمون
راځﺉ د ژوند شېبې مو د حقپالنې په ډنډ کې رنګینې کړو؛ ترڅو د بشر د حق غوښتنې او حق مننې په جام کې د هیلو کاروان روان وساتلی شو.
موږ تل د خیر پر ځای د شر خوا نیولې وي. د انسان خلقت اصلاً د خیر او ښېګنې په بناء شوی، چې خپلې دروني غوښتنې د حقایقو په هندارو کې وویني.
انسان ولې د ژوند زاویې په ځان تنګوي او ولې هیلې مړاوې کوي؟ موږ تل په خپل درون کې له ورکې سره مخ یو او ځاني بدلون کله نا کله راکې ورک شي.
وجداني دردونه مو راخوره شي، خپل دروني درد، احساس او غوښتنې په درد کې له ورکې سره حسابوو. په دې متحولې نړۍ کې څنګه خپل دردېدلي ولس ته د ژوند شېبې او ژوند کولو غږ ورسوو، دا هغه څه دي، چې سړی د رنګینیو په ډنډ کې لاهو کوي.
د انسان همدا غوښتنې دي، چې په لاشعوري توګه انتقال مومي. څه وخت به د ژوند ښکلې شېبې په خپل چاپېریال کې وینو. موږ هر څه په فطري ډول منلي، کسبي لیدلوری مو د فطري لیدلوري تر سیوري لاندې ژوند تېروي. همدا ستر لاملونه دي، چې موږ د ژوند کولو له هر اړخ سره په ټکر کې یو.
د ژوند له هنرونو او هر اړخیز لیدلوري سره مو چلند بې اړیکې دی؛ نو ځکه له ژوند او نورو اړخونو سره سطحي برخورد کوو. دا لاملونه د انسان د تفکر ودانۍ د رغاونې پر ځای د بدبینۍ ډنډ ته ټېل وهي.
موږ د خپل ژوند شېبې له نورو سره په تقابل کې واقعې کړي، چې فطري جوړښتونو ته هم زیان رسوي.
تر ټولو ښه او بدیله لار د افکارو په انسجام باندې کار کول پکار دي؛ ترڅو د ژوند شېبې د علمي، استدلالي او منطقي چاپېریال په ډنډ کې د هوساینې ساه واخلي. ژوند به اهمیت پیدا کړي یو فرد به د بل د ورکې فکر نه کوي، بلکې د بل په لیدو سره به د ټولنې د بدلون او شعوري لوړتیا ډاډ حاصلوي.