لیکنه: عایشه حیدري
د انسانانو ژوند له پېښو ډک سفر دی، دغه سفر کله کله زړهراښکونکی او ښکلی وي، خو کله کله له ستونزو، خنډونو او کړاوونو سره مل وي. د ژوند له ټولو ښکلاوو او زړهراښکون سره سره، د نننۍ نړۍ د انسانانو ژوند له ډول ډول، ستونزو، کړاوونو، اندېښنو او بدبختیو ډک دی.
د ځینو خلکو په ژوند کې دومره ډېرې ستونزې وي چې ژوند یې ور تریخ کړی وي او دا ستونزې ورته د زغملو وړ نه وي او په ځینو حالاتو کې د دغو ستونزو هوارۍ د انسان د توان خبره نه وي.
ډېری خلک هڅه کوي چې د خپل ژوند پرېکړې په خپله وکړي او د خپل ژوند چارې خپله مخ ته یوسي، چې دا کار ډېری وخت د ستونزو او مخالفتونو سره مخ کېږي.
له تاسو سره به دا پوښتنه وي چې کېدای شي موږ د خپل ژوند چارې خپله پر مخ یوسو؟ او کله چې په ژوند کې له ستونزو سره مخ کېږو، څنګه شونې ده چې پر دغو ستونزو برلاسي شو؟
هو، پر ستونزو د برلاسۍ شونتیا کې هېڅ شک نه شته، تاسو کولای شئ د خپل ژوندانه په هره برخه کې را ټوکېدلې ستونزې په خپله هوارې کړئ او څنګه مو چې خوښه وي هغسې ژوند وکړئ! او دا چې د انسان ژوند له ستونزو او کړاوونو سره تړلی دی، نو ټول انسانان د ژوند په لړ کې له بېلابېلو ستونزو، کړاوونو او مخالفتونو سره مخ کېږي، خو خدای (ج) انسانان داسې هست کړي چې کولای شي خپلې ژوند چارې او کړنې خپله پر مخ یوسي او د هر ډول ستونزو په وړاندې ودرېږي.
يو څه مو باید هېر نه شي، هغه دا چې که غواړئ د خپل ژوند چارې خپله پر مخ یوسئ او د خپل ژوند پرېکړې خپله وکړئ، نو بویه چې زړور اوسئ، دوامداره هڅې وکړئ، همت ولرئ او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره زیار وګالئ.
اوس بېرته دې پوښتنې ته را ګرځو چې څنګه خپلې ژوندچارې پر مخ بوځو او څنګه د ستونزو په وړاندې درېدلی شو؟
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، هر انسان چې خپلې ژوندچارې په هغه ډول چې خپله یې غواړي پر مخ بوځي، په ځينو حالتونو کې شونې ده چې د انسان د ژوند تګلاره ناسمه وي، خو دا چې خپله تګلاره یې ده، نو غوره ورته برېښي.
له شک پرته، د ژوند په ټولو لارو ګودرو کې انسان له ستونزو، خنډونو او کړاوونو سره مخ کېږي، خو له مبارزې لاس اخیستل یې حل لاره نه ده، زیار او پرلهپسې هڅې به د دې لامل شي چې تاسو په هر حالت کې د خپل ژوندواګې په خپل لاس کې ولرئ.
دلته ځينې لارې چارې بیانوو، چې په مټ یې وکولای شئ د خپل ژوند واګې په لاس کې واخلئ.
۱ – د خپل ژوند تګلوری وټاکئ
بویه چې د خپل ژوندانه لپاره ځانګړي اصول او تګلوری وټاکئ، هر څه جدي مه ګڼئ او د ډېرو وړو او بې ارزښته موضوعاتو په اړه سوچ مه کوئ، ځکه دا ډول سوچونه تل تاسو بوخت ساتي او ستاسو د ژوند اصلي تګلاره به له تاسو هېره کړي.
نو هڅه وکړئ چې خپل ذهن له بې ارزښته فکرونو تش کړئ او ډېر وخت د خپل ژوند تګلارې او موخو په اړه سوچ وکړئ، چې وکولای شئ چې یوه سمه او پر ځای پرېکړه وکړئ.
۲ – ستونزې مو په نښه کړئ
دا کار به له تاسو سره مرسته وکړي چې د خپل ژوند ستونزې ومومئ او هوارې یې کړئ.
کله چې تاسو د خپل ژوند ستونزې وپېژنئ، هڅه کوئ چې هوارې یې کړئ، د یوې ستونزې هوارېدل د نورو ستونزو له پیدایښته مخنیوی کوي.
۳ – زړور اوسئ
که زړور یاست، نو خپلې ژوندچارې خپله مخ ته یوسئ.
د نړۍ ډېرو رهبرانو هڅه کړې چې زړور اوسي او په خپل وجود کې د زړورتيا احساس پیاوړی کړي، هغوی د خپلو هڅو په دوام توانېدلي دي چې هم د خپل او هم د نورو د ژوندانه چارې مخ ته یوسي.
باید په یاد ولرئ چې د خپل ژوند واګې لاس کې اخیستل زړورتیا ته اړتیا لري او رهبریت د زړورتیا، پرلهپسې هڅو غوښتونکی دی.
۴ – خپل وخت مه ضایع کوئ
وخت سره زر دي، کېدای شي تاسو دا خبره بیا بیا اورېدلې وي، خو ورته مو پام نه وي کړی، خو په دې پوه شئ چې دا جمله د وخت لپاره تر ټولو ښه جمله ده او د وخت اصلي مانا څرګندوي.
د خپل ژوند له هرې شېبې ګټه واخلئ، ځکه د ستاسو د ژوند یوه شېبه هم بیا ځلې نه را ګرځي، او په یاد ولرئ چې هېڅ ستونزه د ژوند تر پایه له تاسو سره نه پاتې کېږي. هڅه وکړئ چې ژر تر ژره خپلې ستونزې په ګوته او هوارې کړئ، ځکه ستاسو د ژوند شېبې هم تل له تاسو سره نه پاتې کېږي.
۵ – غوره پرېکړې وکړئ
خپله پرېکړې وکړئ، د ټولو پرېکړو ترمنځ تر ټولو تر غوره پرېکړې وټاکئ او د خپل ژوند له تېروتنو څخه درس واخلئ. د خپلو پخوانیو تېروتنو اندیښنه مه کوئ، د انسان په ژوند کې تېروتنې تل بدي نه وي، ځینې وختونه تېروتنې موږ ته داسې درس راکوي چې زدهکړه وکړو او خپلې ژوندچارې ښې مخ ته یوسو.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې ډېری خلک وروسته له دې چې تېروتنه کوي د خپل ژوند تګلاره هېروي چې دا سم کار نه دی. د ژوند د تګلارې هېرول نه شي کولای تاسو سره د ستونزې په هوارۍ کې مرسته وکړي، خو که چېرې خپلو تېروتنو څخه درس واخلئ او د خپل ژوند چارې خپله پر مخ یوسئ.
یاد ولرئ چې د نړۍ نومیالي بریالي خلکو هم څو څو ځلې تېروتنې کړي دي، خو د هغوی ډېرو هڅو او له خپلو موخو نه نه لاس پر سر کېدو هغوی بریالیتوب ته رسولي دي.