
ليکنه: مدثر دعوت
ايرلينډ او زيمبابوې د راتلونکي جولای په مياشت کي د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو سيريزونه لري.
پوره ۱۶ کلونه وړاندي په ۲۰۰۳ز کال کي ايرلينډ د زيمبابوې کوربه وو،خو تر هغې وروسته بيا زيمبابوې لوبډله ايرلینډ ته نده تللې.
د ۳ يو ورځنيو او ۳ شل اووريزو سيريزونو لپاره يوازي زيمبابوې لوبډلي سکواډ اعلان کړی.
په دې سکواډ کي چي هميلټن مسکدزا يې مشري کوي، ۱۶ لوبغاړي شامل دي.
د يو ورځنيو لوبو د سيريز لومړۍ لوبه د جولای په لومړۍ نيټه،دويمه يو ورځنۍ د جولای په څلورمه او دريمه يو ورځنۍ لوبه د جولای په اوومه نيټه ترسره کيږي.
او همدارنګه د شل اووريز سيريز لومړۍ لوبه د جولای مياشتي په لسمه،دويمه يې د همدې مياشتي په۱۲مه او دريمه شل اووريزه لوبه د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه ترسره کوي.
زيمبابوې او ايرلينډ تر دې وړاندي په ۲۰۱۸ز کال کي د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام په غوراوي سياليو کي سره مخ سوی وه،چي زيمبابوې په ۱۰۷ منډو ايرلينډ ته ماته ورکړې وه.