رحمان الله ګربز په سریلانکا لیګ کې د ځلېدو په خاطر له هېوادوالو دعا غوښتې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

 
رحمان الله ګربز چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر یا پیلیز توپوهونکی دی، د جمعې په ورځ د سریلانکا پر لور وخوځېد.
ګربز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

« ګرانو هیوادوالو سلامونه نیکې هیلې او درنښت! لکه څه رنګه چې خبر یاست د سریلانکا هیواد غوره لیګ کې د کنډي ټسکیرز لوبډلې سره د لوبیدلو په پار نن د سریلانکا په لور روان شوم هیله لرم چې ټول مې خپلو دعاوو کې یاد وساتئ تر څو د هیواد په استازولۍ ښه ولوبیږم او خپل ولس ته ویاړ ور وبښم».

رحمان الله ګربز چې په ۲۰۱۹ کال کې له ملي لوبډلې سره مل شو، د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ کې یې چټکې لوبې هغه ته مشهورتیا ورکړه.
نوموړي په ملي لوبډله کې ځای کلک کړ او له دې وروسته په بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي اېل کې هم ولوبېد.
په خپله لومړۍ لوبه کې یې چټکه نیمه سلیزه ووهله.
د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ شپږم پړاو کې یې د کابل بازان لوبډلې لوبډلمشري واخېسته په دغه لیګ کې یې خپله لوبډله تر اتلولۍ ورسوله.
په کندهارکې یې د بُست په نامه لیګ کې هم اتلولي وګټله.
له دې وړاندې په نولس کلنو لوبډله کې په برید کوونکې توپوهنه مشهور و.
د سریلانکا لیګ او رحمان الله ګربز
ګربز  په ټسکرز لوبدله کې لوبېږي او له ده سره په خوا کې حضرت الله ځاځی او نوین الحق هم ولوبېږي.
ګربز چټک لوبغاړی دی او شل اوریزو فارمټ لپاره ښه جوړ دی، کولای شي، چې د سریلانکا په لیګ کې خورا چټکه توپوهنه وکړي.
سرکل یا پاور پلی کې کولای شي، چې لوبډلې ته سریع سټارټ ورکړي او لوبډلې لپاره د ښه هدف بنسټ کېږدي.
د رحمان شاټونو کې تخنیک هم زیات دی او له دې سره سټوک یا د شاټ وهلو ځواک هم لري، په پول او فلک شاټونو هم شپږیزې وهلی شي او دا چې دایره کې ټول لوبغاړي داخل کې وي؛ نو کولای شي، چې ښې بونډریانې ولوبوي.
د لوبډلې اړتیا ورته په دوو برخو کې شته، لومړی پیلیزه توپوهنه او بله وېکټ ساتنه.
د سریلانکا سوداګریزې کرکټ لوبې چې د لانکا په نامه دي، د نومبر په ۲۵ مه ۱۱ ورځې وروسته په سریلانکا کې پېلېږي او د ډېسمبر په ۱۶ مه پای ته رسېږي.