ژباړه: نجم الرحمن ناصري
ژور خپګان یوازې د یوې ګروه لپاره ځانګړې شوی نه ده او په ټولو نژادونو، سنونو، قومونو او ټولنیزو طبقاتو کې ظهور کوي. مګر د دې ناروغۍ تجربه په اشخاصو کې توپیر لري.
- ښځې تر نارینهوو ډېر ژور خپګان تجربه کوي. بیولوژیکي او هورموني عوامل او د ښځو ځانګړی ژوند کولای شي په ښځو کې د ډېر ژور خپګان لامل وي.
په ژور خپګان باندې د ښځو په ابتلا کېدلو کې بېلابېل عوامل، لکه ژنیتیک، بیولوژي، حاملهګي، هورموني بدلونونه او فردي اړیکي رول لري. -
نارینه د فرهنګي دلایلو پر بنسټ له خپل ژور خپګان څخه ډېر شرمېږي او د دې لپاره ده چې غواړي نوموړې ناروغۍ ته تاب راوړي او یا د دوی په خپل قول د مخدره موادو په کارولو ځان تداوي کړي. که ژور خپګان په نارینه کې تداوي نشي کولای شي، ښې پایلې ونه لري، ځکه چې ځانوژنه په نرانو کې ډېره ده. دوی کېدای شي د هغو کارونو په مقابل کې چې یو وخت یې لذت درلود، خپله علاقه له لاسه ورکړي. په خوب کې یې ستونزې رامنځته شي او بې پروا چلند وکړي چې په افراطي ډول د مخدره موادو مصرف یې یو ډول ده.
-هغه ماشومان چې په ژور خپګان اخته دي، امکان لري داسې وښیي چې ناروغ دي، ښوونځي ته له تللو څخه ممانعت وکړي، د کورنۍ له یوه غړي سره ډېر وابسته شي او یا هم د هغوی د مړینې لپاره په تشویش کې وي.
ژور خپګان د ۱۲ تر ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ رایج دی. ۲۰ سلنه نجونې او ۶ سلنه هلکان ژور خپګان تجربه کوي، دا فیصدي نظر په جغرافیایي منطقه د ژوند شرایطو او د والدینو تحصیلاتو ته په کتو توپیر کوي.
ژور خپګان په ځوانانو کې په ډېره چټکۍ زیاتېږي. د آمارونو پر بنسټ په څو اخرو کلونو کې د ۱۲ تر ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ ژور خپګان له ۹ سلنو څخه ۱۲ سلنو ته رسېدلې دی چې ۳۷ سلنه ډېروالی کې راغلی.
باید پام وکړو چې د ژور خپګان علایم د ځوانۍ له نورماله علایمو سره غلط نشي. د ژور خپګان نښې د ځوانانو ترمنځ کېدای په دې ډول ښکاره شي.
- په خپلو اشعارو او نقاشیانو کې مرګ ته اشاره کوي؛
-
جنایي چلند لکه غلا؛
-
له نیوکې سره حساسیت؛
-
بد اخلاقي؛
-
نامنطقي او عجیب و غریب چلند؛
-
دراماتیک او ناڅاپي بدلون په شخصیت یا ظاهر کې؛
-
اضطراب؛
-
له کورنۍ او دوستانو څخه بېلېدل؛
-
خطر لرونکی چلند لکه بې پروایي په موټر چلولو کې؛
-
د الکلولو څښل يا د مخدره موادو مصرف؛
-
ښوونځي ته نه تګ او یا هم په نمرو کې شاته راتګ؛
ژور خپګان په مسنه خلکو کې معمولاً بې تدواۍ پاتې کېږي، ځکه چې هغه د سن د زیاتوالي لامل بولي. د ژور خپګان علایم په مسنه خلکو کې کېدای شي له ځوانانو سره توپیر ولري.
همدارنګه کېدای شي ژور خپګان د درملو جانبي عوارض هم وي داسې درمل، لکه د وینې د فشار، د زړه د حملې، سکته، د لګن د ماتېدلو یا د ژنراسیون چې معوملاً مسنه خلکو ته تجویز کېږي.