لیکنه:بهار سمسور
نن په نړیوال جام کې د دوه غښتلو لوبډلو هند او اسټرالیا تر منځ د لوبې په جریان کې چې هندوستان توپ وهنه کوله اسټرالیاوی لېګ سپينر توپ اچونکی ادم زمپا د کیمرو تر رادار لاندې راغی.
د دغې لوبې ټاس هند ګټلی و او د پیل توپ وهونکو روهیت شرما او شیکر دهوان بهترین پیل ورکړ چې د روهیت نیمه سلیزې د دهوان سلیزې د کپتان ویرات کوهلي تر ۸۰ خو د هارډېک پنډیا چټکو ۴۸ او د دوني ۲۶ منډو اسټرالیا ته غر هدف ۳۵۳ په سکور بورډ پرېښود.
د هند دواړو پیلیزو توپ وهونکو روهیت او دهوان تر ۱۲۷ منډو پورې ملګرتیا د اسټرالیاوي کپتان ایرون فېنچ لپاره د ګرمې او سړې تبې په مانا وه؛ مجبور شو چې د دریو چټکو توپ اچونکو تر استعمال وروسته د توپ اچونې بله وسله لېګ سپینر ادم زمپا توپ اچونې ته راوغواړي.
ادم زمپا د خپل لومړي اور د لومړي توپ تر ګزارولو وروسته د توپ اچونې سټارټ ځای ته بېرته د ستنیدو پر وخت او د خپل دې اور د دوهم توپ د ګزارولو مخکې څه کوي؟
هغه ویډیو او تصویرونه چې یاران تر لاسه او ارشیف کړي دي؛ادم زمپا پکې ښکاري چې هیاجاني دی او د خپل چپ اړخ جیب ته لاس د ننه کوي، په دې صحنه کې ښکاري چې په ګوتو کې څه شی را اخلي په چپ لاس کې له جیب ایستل شوی هغه څه ( د توپ خرابونې) اله او په ښي لاس کې توپ سره یو ځای کوي او بېرته هماغه جیب ته لاس د ننه کوي.
د دغې صحنې وروسته کریکټ مینوالو ته د سټیو سمېت او وارنر د تېروتنې او جرم صحنه وریادیږی چې د افریقا خلاف په ټېسټ لوبه کې یې پر بل لوبغاړي توپ خراب کړی او وروسته په نړیواله کچه د خلکو تر نیوکو لاندې راغلل.
د دې صحنې لنډه ویډیو پر هندي رسنیو سوشیل میډیا خاص کر پر ټوېټر هم لاس په لاس کیږي.
هندي کریکټیکر سایټ د ادم زمپا له همدې صحنې د اخیستل شو تصویرونو سره لیکلي((ادم زمپا توپ خراب کړ))
د دې صحنې په لړ کې د فیلډ لوبڅارانو او مېچ ریفري ادم زمپا د هند د توپ وهنې پر وخت ونه پوښت.
که چیرې ادم زمپا باندې د ننۍ دغې صحنې شک په حقیقت بدل شي او د توپ توګنې(ball tampering) په جرم مرتکب شي نو د نړیوال جام له راتلونکو ځینو لوبو به محروم کړل شي،نغدي جریمه به پرې عملي شي؛ خو د نوموړي او اسټرالیا د کریکټ لپاره به د شرم ډک عمل په دې وي چې اسټرالیاوي لوبغاړي د کال په لړ کې دوه ځلې د کریکټ په ډګر کې داسې شرمناک عمل په سر رسوي. چې دا د اسټرالیا د کریکټ او لوبډلې حیثیت له منځه وړي.
دا چې دا موضوع حقیقت دی کنه،دا به په راتلونکو څو ساعتونو کې په ډاګه شي.