Because I’m just a human, like everyone else, who’s allowed to take a break from everything whenever the noise inside my head or around me reaches it’s peak 🙂 pic.twitter.com/BMar06jIXl
— Zaira Wasim (@ZairaWasimmm) May 30, 2020
تر دې وړاندي هم ظاهرې د کشمير او جمو په وړاندي د بې عدالتيو په اړه ټويټونه کړي وه چي د هندوانو له لوري د سختو غبرګونونو سره مخ سوه.
https://www.instagram.com/p/CAr4MIjggNj/?igshid=kpp6nwfjratt
ظاهره وصيم په ۲۰۱۶ز کې د باليووډ سينما ته راغله چي لومړنی فلم يې د عامرخان سره ډانګل وو، چي د هندي سينما د ترټولو بريالي فلم لقب يې وګټی،را څرګنده سوه.
په ډانګل کي تر لوبيدو او بريا وروسته دا کشميرۍ پيغله خورا مشهوره سوه چي په لسګونو فلمونو کي د لوبيدو وړانديزونه ورته راغله خو تر ډانګل وروسته يې يوازي په سکريټ سوپر سټار او سکای ايز پينک فلمونو کي کار وکړ.
ظاهرې وصيم په ۲۰۱۹ز کي د باليووډ سينما سره پدې خاطر خدای په امانی وکړ چي ددې په وينا خپل مذهب ته يې خطر پکښې ليدی.
دې هغه مهال رسنيو ته وويل چي زما دين او کلتور اجازه نه راکوي چي زه دي په سينما کي کار وکړم ځکه زه په باليووډ کي د خپل ايمان لپاره خطر وينم.
۱۹ کلني ظاهرې وصيم د باليووډ په لنډ مسلک کي ملي ايوارډ،د غوره ملاتړي ښځينه اداکاري ايوارډ، د فلمفير او نور ايوارډونه ګټلي دي.
تر هغې وروسته چي ظاهرې د باليووډ سينما ترک وهلې پر ټړلنيزو رسنيو اکثريت وخت د قرانکريم اياتونه،حديثونه او غوره ويناوي خپروي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes