زينب خپلې لوړي زده کړې په امريکا کې کړي او د خپلي نوماندۍ په اړه وايي:” په امريکا کې غريبان او هغه کسان چې خپلو حقوقو ته لاسرسی نلري اکثريت يې مهاجران او کارګران دې،ما په همدې خاطر د امريکا کانګرس ته ځان نوماند کړی تر څو ددې خلکو اواز سم، ځکه دوی اقليت دي.
ميرمن محسني د افغانستان د دايکندي ولايت څخه ده،دې د اړيکو په برخه کې لوړې زده کړي او اوس د امريکا په ويرجنيا ايالت کې د ښځو د حقوقو د مدافعو د ټولنې غړې ده.
دا ۳۱ کلنه مېرمن د امريکا په ويرجنيا ايالت کې ژوند کوي، درې وروڼه او يوه خور لري.
محسني وايي د افغانستان ښځې ماته دا الهام راکوي چې زه بايد لا ډېر کار وکړم،ځکه دوی په سختو حالاتو کې مبارزه کوي او دا ښيي چې ښځې په هر ډول ستونزمن حالت کې پياوړې دي.
دا وايي که بريالۍ سي د امريکا په هر کونج کې به ټولو افغانانو ته چې اړتيا او ستونزې ولري ځان رسوي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by
MH Themes