
ليکنه: مدثر دعوت
د جمهوري رياست د لوړي مراسمو پر مهال تر ډزو وروسته ولسمشر غني پر خپل ځای لاړ وو،او له خپله ځایه يې هيڅ حرکت ونکړ.
که څه هم بلل سوي ټول ميلمانه له خپلو ځایونو ولاړ سوه او ويره ورسره وه خو د ولسمشر په جګ سر دريدلو سره ميلمانه بیرته پر خپل ځای کښينستله.
تر ډزو وروسته ولسمشر غني د خپلي کورتۍ تڼۍ خلاصي کړې او په لوړ اواز يې وويل ” دا زرې نده کميس ده، دا ټټر د افغانستان د خلکو لپاره قربان ده، دا سر قربانۍ ته حاضر ده”
دا صحنه چي کله خلکو پر رسنيو وکتله د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع ترې جوړه سوه،چا د ولسمشر له عکس سره بيت،چا لنډه وينا ورسره ليکلې وه او ځينو بيا پروفايل او کوور ته دا انځور ورکړ.
تر ټولو جالبه خو لا داده چي ډيريو کسانو د ولسمشر اکشن ته ورته عکسونه نيولي دي او پر خپلو اکاونټونو يې خپاره کړي چي پدې برخه کي ډيري مشهورو څيرو هم انځورونه نيولي دي.

موږ هم د فيسبوک دا کارکوونکي تعقيب کړي او ځينې نمونې يې ستاسو سره شريکوو.
د افغان سينما مشهور اداکار او سندرغاړي ولسمشر ته ورته خپل انځور خپور کړی او د ولسمشر عکس العمل يې ميړانه بللې.

خبريال او ليکوال غازي عابد هم پر خپل فيسبوک اکاونټ د ۲ ملګرو سره ولسمشر ته ورته ګډ عکس خپور کړی،او ليکي” د زرې والا کورتياني مو خلاصي کړې”

د پښتو ژبي مشهور شاعر ممتاز اورکزي د خپل پروفايل عکس کي تڼۍ خلاصي کړي او يو په زړه پوري بيت يې ورسره خپور کړيدی.

د مدينې يوسفزۍ په نوم يوې ښځينه پر خپل اکانټ د يوې ماشومي انځور چي د ولسمشر په څير غبرګون يې ښودلی ليکي” انځور خبري کوي”

ايمل سراج پر خپل فيسبوک اکاونټ ولسمشر ته ورته خپل انځور خپور کړی او د ولسمشر عکس العمل يې د وطن لپاره ميړانه ښودلې ده.

سيتاره صالح اميري هم پر خپل اکاونټ ولسمشر ته ورته د يو ماشوم انځور نشر کړی دی.

ورزشي خبريال عبدالولي عمري د زړه له اخلاصه د خپلي کورتۍ تڼۍ خلاصي کړي او ليکلي يې دي “څنګه دی؟”

خبريال خان وزير عابد بيا د پښتون ژغورني د غورځنګ د مشر منظور پښتون او ملګري عکس خپور کړي او ليکلي يې دي چي د پښتين هم د ولسمشر غني سټايل خوښ سوی.

ورزشي خبريال فضل الله فضلي هم خپل انځور چي ولسمشر ته ورته سټايل يې کړی خپور کړيدی.

فريد رښتين بيا پر خپل فيسبوک اکاونټ د پي ټي ام د مخکښ غړي علي وزير چي د لوړي په مراسمو کي يې شتون درلودی، د زوی انځور يې خپور کړی او ليکي دي د غني بابا سټايل نړيوال سو.

احمدشاه جواد فيسبوکي فعال هم خپل انځور خپور کړی او ليکلي يې دي دا زرې نده کميس دی.

بسم الله الهام خپل عکس سره ليکلي” دا زري نده کميس دی،په هر حالت کي دي ولس ترشا ولاړی دی.

امين الله مقدس هم خپل انځور خپور کړی او ليکي” د غني بابا په سټايل کي”

عبدالستار کيهان په هلمند بست روغتون کي د نورو ډاکترانو سره په ګډه د ولسمشر سټايل کړی.

عجاز عزيزي د لوړي تر مراسمو وروسته د خپلو ملګرو سره د ارګ څخه د راوتلو پر مهال د ولسمشر غني په سټايل کي انځور نيولی.

حاجي عسکر هم د خپلو ماشومانو په ګډون د ولسمشر غني سټايل کي انځورونه خپاره کړي دي.

د نصيب الله زيارمل په نوم فيسبوکي فعال د یو بيت سره خپل عکس د ولسمشر غني په موډ کي خپور کړيدی.

ساجد سنګر هم د خپل انځور سره ليکي ” دا ټټر ددې خاوري قربانۍ ته تيار دی!”

د فريد احمد خان په نوم يو ځوان خپل او د ولسمشر غني دواړو عکسونه پر خپل اکانټ نشر کړيدي.

عبدالرازق توخي د خپلو ۳ ملګرو سره ګډ عکس ته ليکلي ” د جمهوريت د بقا مجاهدين”

صحت سمسور په نوم يو ځوان پر خپل فيسبوک د ماشوم انځور سره ليکلي” زموږ د کور لوی درستيز د جمهوريت په سټايل کي”

صبورخان هم په هماغه سټايل کي عکس سره ليکلي” د بابا سره د ميني په خاطر”

د جاهد شينواري په نوم يو ځوان په يوه شنه سيمه کي د ولسمشر په سټايل کي انځور نيولی او بیت يې ورسره خپور کړيدی.

عبدالرحمن مومند د خپل وراره انځور د ولسمشر په موډ کي پر فيسبوک خپور کړیدی.

نجيب الله ځلاند د خپل انځور سره ليکلي ” دا زرې ندی کميس دی،د بابا سټايل”

مطیع الله خالد د انځور سره ليکلي چي د دښمن ګولۍ به ختمي سي خو زموږ سينې به ختمي نسي.

میرویس بینوا هم پر خپل اکاونټ د انځور سره ليکلي چي دا سينه مرمۍ هم نه خوري.

رفع الدين مجروح هم د بيت سره خپل انځور پر فيسبوک نشر کړيدی.

عزيز ودان په نوم يوځوان ليکلي پدې باراني موسم کي د بابا په سټايل کي.

دې ته ورته په ټولنیزو رسنيو کي زرګونو کسانو د ولسمشر غني د عکس العمل انځور ته ورته خپل انځورونه خپاره کړيدي،چي بيلابيلي لیکني يې ورته کړيدي.