لیکنه: بهار سمسور
د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې په نوم لړ کې یوراج سېنګ هغه نوم چې که یو وخت د هند لوبډلې کومه لوبه، سیریز یا هم په نړیوال جام ایونټس کې ګډون کولی او دا نوم د هند لوبډلې په نوم لړ کې نه وای شاید کرکټ مینوالو منفي غبرګون ښودلی وای او زیاتره تلویزیونونه مات شوي وی.
دا د یوراج سېنګ استعداد، غوره لوبیز اړخ او د وړتیا تر څنګ د هندۍ لوبډلې اړتیا وه چې باید یوراج سېنګ د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې غړی/کپتان وای.
خو اوس ولې؟
یوارج کریکټ زده کړ، بیا یې کریکټ وکړ، لوبډلې ته د وړتیا او اړتیا پر اساس راغی، هند ډوني، سچن، سهواګ، ګمبیر، ظهیر خان او … درلودل.
اوس روهیت، ویرات،راهاني،دهوان، هارډېک لري.
ریشاب پانټ، شانکار،رانا شبمین ګېل،ایشن کیشان راروان دي.
د هند کریکټ به روان وي، یو به بل ته ځای پریږدي او دا کار به وخت، حالاتو، راتلونکي پلان او ضرورت ته په کتو کیږي.
دا سمه ده چې هند به بل یوراج سېنګ پیدا نه کړي! اما دا هم حقیقت دی چې د یوراج سېنګ خلا اوس ډکه ده.
د یوراج نوم او کریکټ به د ډېرو په ذهن کې وي،لیکن هند به هره ورځ خپل مینوال د بایللو پر ځای لا ډېروي.
دا ځکه چې غښتلې د کریکټ اداره،قوي پلان،د عقدې پالنې پر ځای استعداد پالنه،د خپلوی پر ځای حقیقت څارنه،د یو بل د شخصي ګټو د غرض پر ځای ملي ګټې په نظر کې نیول.
نظم ډیسپلین، پوه،فکر او بنیادي کار. د خپل مسؤلیت د پیژندلو تر څنګ هغه سر ته رسول او احساس لرل. دا هغه څه دي چې د یوراج غوندې یې کیسه تاریخ ته پاتې کیږي.
پیاوړي الرونډر یوراج سېنګ کم زیات لسیزه کریکټ وکړ.
یوراج په ۱۹۸۱ د دیسمبر په ۱۲ تاریخ زیږیدلی.
۲۰۰۰ م کال نړیوال کریکټ ته راغلی.
۸۷۰۱ مجموعي منډې په یوه ورځینیو لوبو کې لري،او هم یې ۱۱۱ ویکټې هم اخیستي.
۱۱۷۷ مجموعي منډې او ۲۸ ویکټې یې په شل اوریز فارمټ کې تر لاسه کړي دي.
ده ته ځینې لقبونه ورکړل شوي (یاوی سېکسرز کېنګ،مهراج اف انډیا کریکټ.)
لومړي ځل لپاره یې ۲۰۰۳ د نیوزلېنډ خلاف ټېسټ لوبه وکړه.
۲۰۰۰ م کال کې یې د یوه ورځینیو لوبو پیل د کینیا خلاف وکړ.
لومړی شل اوریزه لوبه یې ۲۰۰۷ کال کې د سکاټلېنډ خلاف تر سره کړه.
یوراج سېنګ ۴۰ ټېسټ ۳۰۴ یوه ورځینۍ خو ۵۸ شل اوریزه لوبې تر سره کړي دي.
روانه اونۍ یوراج سېنګ له هر ډول کریکټ سره رخصت واخیست؛ د ده تر استعفا وروسته یې مینوال خفه شول:خو کریکټ مبصرینو یې دا پرېکړه وستایله.
د ده د زمانې چټک توپ اچونکي شعیب اختر پر ټوېټر ولیکل: یو کاڼی ستوری،یو لوبه ګټونکی، یو غوره څوک او یو ښه ملګری.
زه فکر نه کوم چې هندوستان دې بل داسې چپ لاسی لوبغاړی پیدا کړي. هغه یو غوره کریکټ وکړ.
خو یوراج اوس څه کوي؟
یوراج سېنګ ولاړ ؛دی به نور د کریکټ په لوبغالي کې ونه لوبیږي اما یو ښه کار ته یې مخه کړه.
دی څو کاله وړاندې د وینې په کینسر اخته شو، بیا یې تداوي وکړه او اوس جک جوړ دی؛ خو ۲۰۱۵ کال کې یې د کینسر تداوۍ په موخه د مرستې بنسټ رامنځ ته کړ.
اوس به دی د نورو د ژوند د ښه توب لپاره د کینسر ضد کار او خدمت کوي.
هغه هندیان چې په دې بدمرغه ناروغۍ اخته وي د یوراج سېنګ کنسر بنسټ به یې په تداوي کې همکاري کوي.
ده دغه بنسټ د (you we can) موږ تاسو کولی شو تر نوم لاندې رامنځ ته کړی دی.