
د هندوستانۍ لوبډلې کیڼ لاسی هیټر توپ وهونکی یوراج سېنګ چې د شپږ؛ شپږیزو ریکارډ هم لري، له هر ډول کرکټ لوبو سره مخه ښه وکړه.
یوراج سېنګ له ګڼو ریکارډونوسره ، سره په ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستان لپاره د اتل یا هیرو رول ولوباوه.
اسټرالیا یې په سیمي فاینل کې په خپلو بې سارو منډو ماته کړه او هند یې پایلوبې ته ورساوه.
د هندوستان خطرناک او د شپږ، شپږیزو پاچا لوبغاړي او الراونډر یوراج سېنګ له لوبو سره په داسې حال کې مخه ښه وکړه، چې اوس یې عمر او د کرکټ فوم نور د کرکټ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
یوراج سېنګ ۳۷ کاله عمر لري؛ هغه نن د دوشنبې په ورځ د جون په لسمه نېټه د تقاعد تصمیم ونیو او د رسنیو پر وړاندې یې خپله استعفا پر مېز کېښوده.
یوراج کابو دوه لسیزې د هندوستان لپاره له لاسته راوړنو ډکې لوبې وکړې او د ځوانۍ پرمهال یې په منځنۍ برخه کې د مقابلې لوبډلې بالران تر پوزې راوستل او خورا یې ټکول.
هغه په ۲۰۰۰ م کال کې لوبډلې ته راغی، شا اوخوا شل کلن و، چې ملي لوبډله کې شامل شو، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې د کینیا خلاف په ۲۰۰۰ م کال کې وکړه.
یوراج سېنګ او لوبې یې
یوراج په ۴۰ ټېسټ لوبو کې د هندوستان لپاره پوره ۱۹۰۰ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۱۶۹ لوړې منډې دي.
د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۳ کال کې د نیوزیلېنډ خلاف کړی و، نوموړی په دې لوبو کې ۳ سلیزې او ۱۱ پنځوسیزې لري.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۰ م کال کې د کینیا خلاف وکړ، هغه ۳۰۴ لوبې کړي، ټولې یې ۸۷۰۱ منډې کړي دي؛ یوه لوبه کې یې ۱۵۰ لوړې منډې دي، ۱۴ یې سلیزې او ۵۲ یې پنځوسیزې وهلي دي.
د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۰۷ م کال کې کړی دی، د شل اوریزو لوبو پیل یې د سکاټلېنډ خلاف وکړ.
۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام کې، چې ویسټ انډیز کې ترسره شوی یوراج سېنګ هم شامل شو؛ هغه په دې جام کې هغه وخت د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړکړ، کله چې د انګلستان فسټ بالر فلېن ټاف ورسره لفظي شخړه وکړه.
یوراج سېنګ په غوسه شو او خپله غوسه یې د انګلستان په فسټ بالر سټورټ براډ سړه کړه؛ هغه یې په یوه اوور کې په شپږ، شپږیزو کې پارچه کړ او انګلستانیانو ته یې خورا مناسب ځواب ورکړ.
دا لومړی پړاو نړیوال جام و او یوراج پکې ستر ریکارډ جوړ کړ.
یوراج په همدې لوبه کې په ۱۶ توپونو ۵۸ منډې وکړې، چې ۷ شپږیزې یې پکې وهلې وې.
۵۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۷۷ منډې کړي دي، چې یوه لوبه کې یې ۷۷ لوړې منډې دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۸ پنځوسیزې وهلي دي.
هغه نن د جون په لسمه په ممبيي ښارکې خپل تقاعد اعلان کړ.
یوراج او له ملي ټیم وړاندې لوبې یې
نوموړی له ملي لوبډلې وړاندې د ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېده، ۲۰۰۰ م کال نړیوال جام کې یې د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ۲۰۳ منډې وکړې او له هغې وروسته بیا هندوستانۍ ملي لوبډلې ته انتخاب شو.
۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس جام او د یوراج سېنګ غوره کردار
یوراج په دغه نړیوال جام کې ټولې ۳۶۲ منډې وکړې، چې یوه سلیزه او څلور نیمه سلیزې پکې شاملې وې.
هغه ۱۵ وېکټې واخېستې او یو ورځنیو لوبو کې یې ټولې ۱۱۱ وېکټې اخېستي دي.
دا الراونډر یو وخت له سرطان ناروغۍ سره مخ شو، له ناروغۍ بېرته روغ شو؛ خو کرکټ یې بیا ځای ته رانغی، د پخوا په څېریې لوبه نه شوه کولای او له فوم څخه ولوېد.
آې پي ایل کې یې ۱۲۶ پاڼۍ توپ وهنه کړې او ۲۷۵۰ منډې یې پکې کړي دي.
آې پي ایل کې یې ۱۳ نیمه سلیزې وهلي دي.
د ۲۰۰۷ کال نړیوال کې یې د ۶ شپږیزو لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=FH9gGA605Wg